د څو میاشتو رواني عملیات د طالبانو د دوو سرتیرو بریدونو خوراک شول

 لیکنه : نعیم  نظامي  له کومه  مهاله چې سپینې  ماڼۍ ته  ډونالډ ټرمپ  ور د ننه شوی ، له هماغه  مهاله  له  موکې څخه  په استفادې د طالبانو په وړاندې  د هيواد ، سیمې  او  نړۍ  په کچه  پراخه  رواني او نفسیاتي  عملیات  پيل شوي ، دغه  عملیات  چې  له نظامي، استخباراتي ، سیاسي ، […]

 لیکنه : نعیم  نظامي 

له کومه  مهاله چې سپینې  ماڼۍ ته  ډونالډ ټرمپ  ور د ننه شوی ، له هماغه  مهاله  له  موکې څخه  په استفادې د طالبانو په وړاندې  د هيواد ، سیمې  او  نړۍ  په کچه  پراخه  رواني او نفسیاتي  عملیات  پيل شوي ، دغه  عملیات  چې  له نظامي، استخباراتي ، سیاسي ، تبلیغاتي  او اقتصادي وسایلو څخه پکې  په پراخه ډول کار اخیستل کيږي  څو موخې يې لرلې :

1. په  جګړيیز  موسم  کې د طالبانو  د هجومیز  مورال  کمزوري کول .

2. په  سیمه  او نړۍ  کې  د طالبانو د سیاسي تګلارې چې د (امریکا  او ګډ حکومت )تجرید عمده اصل دی بې اغیزه کول .

3. د ګډ حکومت  قواؤ ته د مورال  ورکول

4. له افغانستان  څخه  د ګډ حکومت  د چارواکو  او له امریکایانو او له ګډ حکومت سره د همکارو افغانانو اروپا ته د تیښتې مخنوی .

5. په  سيمه  کې  د امریکا د نړیوالو حریفانو په وړاندې د یو نوي  بلاک را منځ  ته  کول .

6. د امریکا  له  لوري د افغانستان د طبعي  زیرمو د استخراج  د کنترول  لاس  ته  راوړل .

سربیره  پر  دې  یادو  رواني عملیاتو نورې ګڼې  موخې هم  درلودې ، په افغانستان کې د دې عملیاتو ستر  لوبغاړی  پخپله  د ګډ حکومت مشر اشرف غني دی ، له هماغه  مهاله چې دغه عملیات پیل شوي د اشرف غني په  هره وینا او هر اقدام کې  یو ډول  دغه  عملیات پر  مخ  وړل کيږي او له  څه مودې  را پديخوا  چې کومه تصادفي  خاموشي د طالبانو په عادي او سرتیرو  بریدونو کې را منځ ته شوې وه  د لویدیز  له لوري  په تمویلیدونکو تلویزونونو کې دغه  خاموشي د یادو رواني عملیاتو چې ظاهراً  د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په نامه ترې تعبیر کيږي  نتیجه بلل کیده .

خو د روان  میلادي کال د اکتوبر د (۱۷) نيټې په شپه د غزني ولایت د اندړو  په ولسوالۍ کې د هاموې ټانګ په توسط د طالبانو سرتیري برید چې له  دیرشو څخه د زیاتو پولیسو ژوند يې واخست او تر شا يې  وسله وال  برید  بدرګه وکړه او د اکتوبر په  (۱۷) نيټې  د پکتیا  ولایت په مرکز ګردیز کې په نظامي او امنيتي کمپلکس د يو څو ټنييز لارۍ  موټر بم  او د یو څو ټنيیز  هاموې ټانګ  او د یو کوچني موټر بم په  توسط  پیل  شوي  او د یو شمیر ښو سمبالو  سرتیرو له  لوري  غځول  شوي  پراخ برید چې تر  پنځه سوه کسانو پورې  لوړ رتبه   نظامي صاحب منصبانو او عسکرو ته يې  مرګ  ژوبله  واړوله او پراخه مالي زیانونه يې واړول  له  یو  مخې  د طالبانو د بهرنیو او کورنیو غلیمانو یاد څو میاشتني  رواني عملیات  بې اغیزې کړل  او د ګډ حکومت امنیتي حیثیت يې  له  صفر  سره  ضرب کړ .

دغو عملیاتو دا پيغام ورکړ چې د طالبانو مدیریت قوي ، افرادي قوت يې منظم ، په خپلو وسایلو متکي او د خپلو  موخو لپاره چې د دوی د مبارزې  موخې دي جګړه کوي ، دوی  دا دعوه ناسمه ثابته کړه چې ګویا د دوی جګړه  نیابتي جګړه ده ؛ځکه که نیابتي جګړه وای او په سیمه کې د ځینو هیوادونو د ګټو لپاره وای  نو  هغه هیوادونه چې ظاهراً تر  زیات  فشار لاندې احساسیږي او د فشار  په  مقابل کې  يې د مقاومت  توان هم ډیر کم بلل کيږي  دوی  ته  به يې  په داسې حال کې چې  په عمان  هیواد کې څلور اړخیزه  غونډه  روانه وه د داسې بریدونو اجازه نه  وای  ورکړې .

له دې عملیاتو څخه دا هم معلومیږي چې طالبان  دا  ډول  رواني عملیات او تبلیغات  نامعقولو نظامي اقداماتو ته  لکه  د روانې جګړې  په دې پړاو کې د درنو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو په بیه د سیمو، د ولسوالیو د مرکزونو، د ولایتونو د مرکزونو ،د لویو ښارونو نیولو او ساتلو ته  نه  شي  مجبورولای او نه يې د احساساتو له مخې  بې وخته  او بې ګټې عمل ته راپارولای شي .

دوی  د یوې  سنجول شوې نظامي او سیاسي تګلارې  له مخې عمل کوي ، دې بریدونو  دا هم وښوده چې کیدای شي طالبان  د بهرنیانو او ګډ حکومت په حساسو اهدافو  نور  بریدونه هم ترسره کړي  او د  ټرمپ  نوې ستراتيژۍ ته چې په حقیقت کې یو ډول  رواني او نفسیاتي عملیات دي  په دې توګه  پیاوړی ځواب ورکړي ، د افغانستان د روانې جکړې د ابتکار کنترول پخپل لاس کې وساتي او خپل دریځ  لا  غښتلی کړي .