د نړۍ مستکبرین د ثالث عمر د محکمې د میز په وړاندې!

عبدالرحیم ثاقب: د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د زمري میاشت وه چې په پلازمینه کابل کې د طالبانو لخوا د شلترنو مؤسسې ۲۴ تنه کارکوونکي د مسیحیت خپرولو په جرم ونیول شول. یادو نیول شویو تبشیري کارکوونکو د کابل ښاریانو له بیوزلي او فقر څخه په استفادې سره هغوی د مسحیت تحریف شوي دین ته […]

عبدالرحیم ثاقب:
د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د زمري میاشت وه چې په پلازمینه کابل کې د طالبانو لخوا د شلترنو مؤسسې ۲۴ تنه کارکوونکي د مسیحیت خپرولو په جرم ونیول شول.
یادو نیول شویو تبشیري کارکوونکو د کابل ښاریانو له بیوزلي او فقر څخه په استفادې سره هغوی د مسحیت تحریف شوي دین ته دعوتول او پر هغوی یې د مسیحي مذهب کتابونو ویشل.
په نیول شویو کسانو کې یې ۸ تنه بهرنیان او ۱۶ تنه افغانان وو.
په اتو تنو بهرنیانو کې دوه د امریکا ، دوه د استرالیا او څلور د جرمني هيواد اتباع وو.
له هغوي سره د نیول کیدو په مهال په زیاته کچه فارسي او پښتو ته ژباړل شوي انجیلونه، سي ډي ګاني او د منسوخ شوي مسحیت مذهبي کتابونه هم ونیول شول.
یاد کسان ټول له نیول کیدو سره سم ځانګړې توقیف خانې ته ولیږدول شول تر څو د جرمي دوسيې په اړه ترې پوښتنې او ګرویږنې و شي.
ترمطلوبو پلټنو وروسته هغوي ټول د مسیحیت د خپراوي په جرم د افغانستان ستري محکمې ته ور وپیژندل شول.
د یادو نیول شویو کسانو د توقیف او محاکمې جریان خپله امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله تر جدي نظارت لاندې درلود.
دا ښايي د معاصرې نړۍ په محاکمو کې يوه بیسارې پیښه وي چې د امریکاغوندې مغرورو او زبرځواک هیواد اتباع دي د افغانستان په څیر یوه کمزوري هیواد کې د خپلسرۍ په جرم د محاکمې میز ته راکاږل شي.
په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د دغو مغروروهیوادونو د اتباعو هرډول خپلسري ته څوک د تخلف او خپلسري نوم ورکولو توان قدري هم نه لري.
په یادې محکمې کې دوې نقطې د ډیرې پاملرنې وړ دي:
لومړۍ دا چې: نیول شوي کسان پر امریکا سربیره د داسې ځواکمنوهیوادونو اتباع وو چې کمزوری افغانستان ورسره له اقتصادي، تخنیکي او پوځي پلوه هیڅ د پرتلې وړ نه و.
او دوهمه دا چې: نیول شوي کسان سربیره پر دې چې د افغانستان د داخلي قوانینو تخلف یې کړی و له مذهبي اړخه هم د داسې جرم مرتکبین وو چې بايد تر ټولو په سخته جزاء محکوم شوي وای.
خو د وخت زړور او منصف شرعي امیر ( ثالث عمر) نه د هغوی د ځواکمنو هیوادونو د ځواکمنتیا تر اغیز لاندې راغي چې له جرمي مجازاتو یې صرف نظر شي او نه یې هم د هغوی د غیرمسلم توب له وجې ورسره داسې توپیري چلند وکړ چې ترحد زیات يې مجازات کړي.
بلکې د هغوی ټوله دوسیه یې د اسلامي امارت سترې محکمې ته حواله او هغې ته يې هدايت وکړ چې د أمريكا د ځواکمنتوب له هیڅ ډول هراس او ترس او همداراز د هغوی د غیرمسلمتوب له وجې یې له هرډول توپیري چلند پرته د افغانستان د مروجه شرعي قوانینو په رڼا کې محاکمه كړي.
هماغه و چې یادو بندیانو ته د قضايي او عدلي مقرراتو له مخې اجازه ورکړل شوه چې د ځان لپاره د عاطف علي په نوم مدافع وکیل ونیسي او په ښکاره بڼه یې د محاکمې جریان تر سره شي.
د یادو بهرنیانو د اسارت په مهال د سپتمبر خونړۍ پیښه رامنځته اسلامي امارت تر پخوا لازیات د امریکايي بریدونو تر ګواښ لاندې راغی او د امریکايي او نورو غربي چارواکو لخوا به تري هره لحظه د یادو بندیانو د ژر خوشي کولو غوښتنه کیده.
خو ثالث عمر رحمه الله بیا هم په هیڅ ډول د امریکا او ټولې غربي نړۍ د ګواښونو څه پروا و نه کړه او په طبیعي ډول یې د نیول شویو کسانو د محاکمې جریان جاري وساتو.
ایوان ریدلي مشهوره انګلسي ژورنالیسته هم چې دا مهال په ناقانونه ډول افغانستان ته د راتلو په جرم د اسلامي امارت په توقیف کې وه وايي چې پر افغانستان تر امریکايي برید وړاندې زه او اته تنه نور غربي بندیان ټول د طالبانو په اسارت کې وو ، مونږ دا فکر کاوو چې طالبان به له امریکايي بمبار څخه د ژغورنې په خاطر له مونږ څخه د سپر په توګه کار واخلي او مونږ به د جګړې په لومړۍ کرښې د امريكايي بمباري د اهدافو په ځای کې ځای پرځای کړي.
خو هغوی کله هم دا کار ونه کړ ؛ زه په داسې حال کې چې افغانستان د امریکايي برید تر سخت ګواښ لاندې و د طالبانو د مشر په امر له بنده خوشي کړل شوم او له نورو پاتي ( ۸ ) بندیانو سره یې حتی د امریکايي برید تر پیلیدو وروسته هم کاملا انساني برخورد کاوه..
ایوان ریدلي چې اوس د اروپا په کچه یوه ترټولو مشهوره مسلمانه دعوتګره ده د خپل ځان په اسلام مشرف کیدل هم د ثالث عمر رحمه الله د لوریینې او ښه اسلامي تعامل محصول ګڼي او پر دې ویاړي چې څو ورځې د ثالث عمر د پلویانو په اسارت کې د پاتي کیدو اعزاز لري نه د متمدنې نړۍ ( امریکا) په ترټولو بدنامه محبس ګونتامو کې د بندیتوب ذلت.
پای.