د منصورصاحب ترټولو ستره کارنامه…!!

موسی فرهاد: شهید ملااخترمحمد منصور رحمه الله چې د طالبانو یو ډېر پیاوړی سیاسي او پوځي رهبر و؛ د 2016م کال په پنځمه میاشت کې په همدې نېټه، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکایي ډرون الوتکي په وسیله شهید کړل شو. شهید منصورصاحب هغه څوک دی چې تر أمیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد وروسته زموږ د تاریخ یو […]

موسی فرهاد:

شهید ملااخترمحمد منصور رحمه الله چې د طالبانو یو ډېر پیاوړی سیاسي او پوځي رهبر و؛ د 2016م کال په پنځمه میاشت کې په همدې نېټه، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکایي ډرون الوتکي په وسیله شهید کړل شو.
شهید منصورصاحب هغه څوک دی چې تر أمیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد وروسته زموږ د تاریخ یو ستر باب جوړوي.
هغه له دې امله چې په ډېرو سختو شرایطو کې د جهادي صف د سمبالښت چاري ورله غاړي شوي، تر ده وړاندي د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد دوه ځای ناستي یو په بل پسي اسیران او بیا یو په بندیخانه کې شهید کړل سو.
له همدې ځایه وه چې د امارت ټولي چاري د امیرالمؤمنین لخوا ده ته وسپارل شوي، په داسی حال کې چې هغه مهال په هیواد کې د خارجي یرغلګرو پوځي قوت هم اوج ته رسیدلی و، تر سل زره زیات عسکر یې ځای پرځای کړي وو .
مجاهدین له نظامي، مالي، سیاسي او اجتماعي پلوه داسي ګڼل کیدل چې له یو متلاشی حالت سره مخ دي. خو منصورصاحب په ښه متانت سره د همغو سختو حالاتو او مجبورو شرایطو سره داسي مقابله وکړه چې جهادي صف یې د بل هر وخت په نسبت پیاوړی او په سیستماتیک لحاظ ښه منظم کړ.
ډېر داسی کارونه یې وکړل چې اوږدمهاله مثبتي اغیزي یې نه یوازي د امارت، بلکي د ملت پر ژوند هم راڅرګندي پاتي شوي.
د نوموړي ترټولو ستره کارنامه دا وه چې جهادي صف یې د ټول هیواد په سطح په یو داسی چوکاټ کې تنظیم کړ، چې له مشرتابه تر ډېري وړې دلګۍ پوري ټول صف د یو ځنځیر غوندي سره وپېیل شو.
د منظمو پوځي تشکیلاتو ترڅنګ یې داسی ادارې واحدونه د کمیسونونو او کمیټیو په شکل کې رامنځته کړل چې هر یو یې د یو برحاله وزارت حیثیت لري او د کارونو په ترسره کولو کې هر یو پخپله محدوده کې پوره با اختیاره او باصلاحیته وي.
په دې کار سره جهادي صف په اتومات شکل، له یو غورځنګ نه ورپورته د یو موازي حکومت بڼه غوره کړه، چې اغیزه یې مستقیماً پر ولسي ژوند راڅرګنده شوه.
دا ځکه چې تر دې وړاندي که څه هم مجاهدین د یوه امیر په قیادت کې په جهاد بوخت ول، د دښمن په وړاندي عملیات یې خپلسري نه وو، مګر چونکه تحرکات یې یوازي پوځي او هغه هم په چریکي بڼه وو؛ نو طبعي ده چې دا ډول حالت نظم او ډیسپلین څه ناڅه متاثره کوي او هغه بیا هرو مرو د ولسي وګړو د ژوندانه چاري له ستونزو سره مخ کوي.
خو شهید منصور رحمه الله د یو لایحوي دستور په جوړولو او بیا د هغه په عملي کولو سره په دې بریالی شو چې لومړی د مجاهدینو نظامي صفوف د زونونو، محاذونو، قطعاتو، حلقاتو، وړو او سترو دلګیو په شکل له سره تنظیم کړي، ورپسي یې نور ادارې واحدونه د کمیسونونو په بڼه رامنځ ته کړل، لکه قضائی، سیاسي، مالي، فرهنګي، دعوتي، او داسي نور…
د هیواد د ټولو ولایاتو او ولسوالیو لپاره یې د نظامي مسئولینو ترڅنګ ملکي مسئولین هم وټاکل، چې دا لړۍ تر ننه پوري د یو موازي حکومت په شکل ښه په کامیابۍ سره پرمخ روانه ده.
نن یې موږ او تاسو وینو چې زیاتره وخت غربي مطبوعات او د کابل په ادارې کې دننه ځیني حلقې په دې اعتراف کوي چې اتیا فیصده ولس خپل ټول حقوقي او ورځني مسائل د کابل د رشوت خوره حکومت پرځای د طالبانو محاکمو او نورو ادارو ته راجع کوي، ځکه چې د کابل د فاسد رژیم نه یې د انصاف او د مسائلو د ریښتیني حل توقع نه وي.
کله چې د امارت ټول جهادي صفوف په یو چوکاټ کې په عملي بڼه منسجم کړای شول، نو سمدستي یې اثرات د مجاهدینو پر بریا او د ولسي خلکو پر ژوندانه راڅرګند شول.
همدا لامل دی چې نن په ملي او نړیواله کچه اسلامي امارت ته د یو خپلواک، منظم، باصلاحیته او د افغانستان د نماینده نظام په حیث کتل کیږي.
چې دا ټول د شهید منصور رحمه الله د ابتکار او زیار پایله وه، او دا د نوموړي هغه کارنامه ده چې له امله یې نن امارت او ملت دواړه د بریا تر پولي رسیدلي ښکاري. وماذلک علی الله بعزیز

پای ………….!!
موسی فرهاد
۲۰۲۱/۵ /۲۱