د شهید امیر تاریخي کردار!

عبدالرحیم (ثاقب) اسلامي امارت د خپل تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسي له ځینو داسې سختو حوادثو سره مخ شوی چې که یې د مدبر قیادت حکیمانه تعامل نه وای نو نن یې ښايي جهادي پیروانو د بهرني اشغال په مقابل کې د داسې بیساري مقاومت وړتیا نه وای لرلې. د طالبانو د اسلامي تحریک په […]

عبدالرحیم (ثاقب)
اسلامي امارت د خپل تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسي له ځینو داسې سختو حوادثو سره مخ شوی چې که یې د مدبر قیادت حکیمانه تعامل نه وای نو نن یې ښايي جهادي پیروانو د بهرني اشغال په مقابل کې د داسې بیساري مقاومت وړتیا نه وای لرلې.
د طالبانو د اسلامي تحریک په لومړیو ( دقیقا د ۱۹۹۵کال د اګست په شروع کې) په لویديځ کې د طالبانو د مهم او تکتیکي قومندان ملا محمد اخوند شهادت، تر هغه یوکال وروسته د (۱۹۹۶ په سپتمبر) کې د کابل د فتحې په درشل د طالبانو تر ټولو پیاوړي نظامي ستراتیژیست ملابورجان اخوند شهادت او تر دې ټولو دردوونکی د (۲۰۱۵م) کال په جولای کې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټګر ملامحمد عمر (مجاهد) د وفات اعلان هغه څه دي چې د اسلامي امارت په تاریخي مسیر کې ورته لړزوونکې پیښې ویلای شو.
لومړنۍ دوې پیښې د اسلامي امارت د مؤسس ملامحمد عمر( مجاهد) رحمه الله د حیات او قیادت په مهال کې رامنځته شوې چې د اسلامي امارت د پلویانو زړونه بیا هم تر ډیره د نوموړي په قیادت متسلي وو.
خو خپله د امارت د مؤسس وفات او هغه هم په داسې حال کې چې د هغه دواړه جهادي مرستیالان شهید ملا عبیدالله مرحوم او محترم ملا عبدالغني (برادر) حفظه الله د اسارت په حال کې وو د شهید ملا اخترمحمد منصور(رحمه الله) لپاره له شکه پرته یوه له انساني تحمل نه وتلې سخته حادثه وه چې دی ورسره په خپل جهادي ژوند کې مخ کیدو.
مګر شهید ملا اختر محمد منصور(رحمه الله) د اسلامي امارت په جهادي مسیر کې دا تر ټولو سخته حادثه په داسې ډول استقبال کړه چې نه د بهرني اشغال په خلاف د جهادي مقاومت لیکې ور څخه نامنظمې شوې او نه هم د اشغالګرو خلاف جهادي مقاومت تري بی سیکه شو.
هو! شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) ته د هیواد په یوې تر ټولو حساسې مرحلې کې د اسلامي امارت قیادت او د نړیوالې نظامي ټلوالې په خلاف د جهادي مقاومت قومنده وسپارل شوه خو ده په داسې ډول رهبري کړه چې دوست او دښمن یې په حکیمانه تعامل او بریالي تکتیک اعتراف درلود.
هغه مهال چې شهید امیر المؤمنین ته د اسلامي امارت قیادت سپارل کیدو اسلامي امارت په یوه وخت کې په دوو محاذونو کې په مقابله بوخت و.
له یوې خوا د امریکا او ناټو له مجهزو ځواکونو سره جهادي مقاومت او له بلې خوا له داعشي فتنې سره خطرناکه مواجه.
خو نوموړي د الله په نصرت او بیا خپل درایت او جهادي بصیرت سره وکړای شول په دغو دواړو محاذونو کې تاریخي کردار ترسره او مقابل لوري ته نه هیریدونکې ماتې ورکړي.
په عین وخت کې شهید امیر المؤمنین وکړای شول په ډیر حکمت او فراست سره د دښمن هغه ټولې دسیسې شنډې کړي کومې چې یې د اسلامي امارت د متحد صف د متفرق کولو لپاره په کار اچولې وي.
که څه هم چې له زماني لحاظه د شهید امیرالمؤمنین د واکمنۍ وخت ډیر کم و خو په دې کم وخت کې یې تاریخي کارنامې ډیرې اهمې او مؤثرې وې.
نوموړي په همدې لیږه موده کې په داخلي لحاظ د مقاومت لیکې په پوره وحدت او ذات البیني انسجام پیاوړې، په پوځي لحاظ یې د یرغلګرو خلاف د نفوذي عملیاتو تکتیکي نوښت إعمال او په سیاسي لحاظ یې له سيمې او نړۍ سره د امارت دیپلوماتیک روابط مستحکم کړل.
هماغه و چې دښمن يي د مدبرانه قیادت اغیزې د ځان لپاره خطرناکې او سمدستي يي د له منځه وړلو په لټه کې شو.
شهید امیر المؤمنین د اسلامي امت د نورو تاریخي اتلانو په څیر له خپل دین او عقیدې څخه د دفاع په لاره کې شهید او په دې سره یې د خپل خدای او دین په وړاندې ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه ډول تر سره کړ.
نوموړی د خپل تاریخي مسؤلیت په تر سره کولو کې موفق شو ؛ ځکه د خپل مقدس آرمان په لاره کې شهادت هغه موفقیت دی چې د الله تعالی د خاصو او مقبولو بنده ګانو په برخه کیږي.
شهید امیر المؤمنین که نن په جسمي لحاظ زمونږ په منځ کې نشته دی خو جهادي کارنامې یې د تل لپاره د اسلامي تاریخ په زړه کې ثبت دی.
له همدې ځایه ده چې حافظ شیرازي ویلي :
هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق ..
ثبت است برجریده عالم دوام ما