دسرلاري  او سرلوړي شهید امیر المؤمنین منصور صاحب V د  قیادي شخصیت په اړه څو ټکي…

ابوظهیر شمس   دڅرک جهادي، علمي او سیاسي مجلې ښاغلی مسؤل او چلوونکي له دې پلوه دستاینې او شابسي حقداربولم  چې دشهید امیر المؤمنین  ملا اخترمحمد منصور  V دشهادت نیټې( ۲۱می) په مناسبت یې دځانګړې ګڼې  چاپولو هوډ کړی دی ښکاره ده  زمونږ په افغاني ټولنه کې  دایوه همیشنۍ کمزورتیا چې شتون لري،  چې  مونږ خپل […]

ابوظهیر شمس  

دڅرک جهادي، علمي او سیاسي مجلې ښاغلی مسؤل او چلوونکي له دې پلوه دستاینې او شابسي حقداربولم  چې دشهید امیر المؤمنین  ملا اخترمحمد منصور  V دشهادت نیټې( ۲۱می) په مناسبت یې دځانګړې ګڼې  چاپولو هوډ کړی دی

ښکاره ده  زمونږ په افغاني ټولنه کې  دایوه همیشنۍ کمزورتیا چې شتون لري،  چې  مونږ خپل نومیالي، قهرمانان ،مشران او اتلان  چې  هغسې حق لري نه  ستایو، نه یې یادوو او راتلونکو نسلو ته د هغوی د میړانو اوشهامتونو نکلونه یاکیسې نه لیکو، دهمدې غفلت  په جه  دتاریخ زیات  نومیالي، مشاهیر او مفاخر شخصیتونه نن   له مونږ ورک دي او  دکارنامو او قربانیو په اړه یې مونږ کم معلومات لرو، بل  پلوته  دنړۍ پرمختللي او ازاد ولسونه  بیا دخپلو ملي مشرانواو اتلانو د ژوندون  او کارنامو خوندي کولو په باب خورا حساس او بیدار لیدل کېږي  ، هغوی یې په اړه ځانګړې ادارې  اوټولنې جوړې کړې  ، هغوته یې پراخ وسایل، اسباب او مواد ور کړي  څو ملي مشرانو او د نومیالیو خدمتونو او کارنامو ته په دې ډول  ژوند اوبښي…

له نیکه مرغه په دا  وروستیو کې زمونږ په  یوشمیر اشخاصوکې  هم دغه جذبه راټوکېدلې او  ددې لپاره  متحرک ښکاري  چې  دهېواد دمشاهیرو او  نومیالیو شخصیتونو په  ژوند ،کارنامو او دهغوی په اجتماعي خدمتونو  مستقل کتابونه ورباندې ولیکي، په اړه یې اختصاصي ګڼې چاپ  کړې او  ځانګړې مقالې پرې ولیکي؛    په دې لړ کې تازه مثال  دڅرک  مجلې  لخوا  دشهید امیر المؤمنین ملامحمد منصور  رحمه الله دشهادت نیټې راتلو په مناسبت د هغه  دجهادي او سیاسي کارنامو ستایلو په اړه  دځانګړې ګڼې  چاپول دي ،رښتیا هم  د فقید امیر المؤمنین ژوند ،  دهغه جهادي  او سیاسي خدمتونه زمونږ د تاریخ  یو زرین باب دی ، اوددې باب لیکل دمجاهدو قلموالو  او لیکوالو دیني ،ملي  او اخلاقي مسؤلیت دی.  دکوم باب  دلیکلو په اړه چې  هغوی ته له  الله تعالی نه توفیق اومرسته  غواړو.

په ټوله کې که دارواښاد منصورصیب  د رسمي خدمتونو او مسؤلیتونو برخې ته پام وکړو، نو پنځه دورې یا مرحلې په نظر راځي ، په کومو کې چې نوموړي  بېلابېل مسؤلیتونه او خدمتونه سرته رسولي، دمسؤلیتونوپه  لړ کې یې   لومړۍ مرحله یا دوره  دطالبانو  داسلامي تحریک دپیل سره سمه پیلېږې، کله چې  دهېواد تاریخي ښار (کندهار)  دطالبانو له لوري فتحه شواوددغه ویاړلي  ولایت نه دشر او فساد کرغیړن  څادر ټول شو ، د تحریک  د مؤسس  او امیر ملامحمد عمر مجاهد V  لخوا شهید منصورصیب  دکند هار د نړیوال هوائي  ډګر د مسؤل   په حیث په رسمي دنده اوګومارل شو

په همدې  دوره کې د منصورصیب په شخصیت کې  پټ صلاحیتونه بیرون ته  وځلیدل  او هم د مشر ملاصیب دتوقع سره سم دکندهار نړیوال هوائي ډګرپه څېر دخورا مهم مسؤلیت لپاره دنوموړي په څېر دحلیم، بردبار، همیشه متحرک اوفعال انسان انتخاب  په نتیجه کې یوښه انتخاب ثابت شو، شهید منصورصیب  پخپل ټول بشري  توان او اخلاص  دهوایې ډګر اړوند  چارې په ښه سلیقه مندۍ رهبرې کړې ، دشراو فساد  د تاړاکونو ځپلی هوائی ډګر یې د شته ظروفو او امکاناتو نه په استفاده  د کورنیو اوبهرنیو الوتنو لپاره چمتوکړ، هم یې پکې د دولتي نظم  او ډسپلین مقررات  پلي کړل که څه هم منصورصیب  دمدرسې طالب و ،   طبعاً داداري او مسلکي کارونو د سرته رسولو عملي تجربه -به یې یوڅه کمزورې وه، لیکن دخدای ورکړي ذهانت او زیرکتیا په لرلو یې دکندهار نړیوال هوئې ډګر  د پېچلو اداري او مسلکي چارو  په ښه توګه  رغولو او منظمولو سره اوښوده چې  په نوموړي   کې د ښې حکومتدارۍ  په اړه د فطري ذوق او خاصې  علاقې لرلو څخه برخمن دی

دمسؤلیت  دوهمه دوره  :

همدې وړتیا  او پوهې ته په پام دکابل دفتحې سره سم  دامیر المؤمنین V د فرمان له مخې  دهوائي چلند او تروریزم دوزیر او هوایې قواوو داعلی قومندان په حیث تعین شو،داچې نوموړی  د امیر المؤمنین V دخاصو ،اعتمادي  او فعالو وزیرانو له ډلې څخه و، تر پایه  د  یاد وزارت  نه بل ته تبدیل   نکړ، چې دا که  یو لورته په منصور صیب V دمشر امیر المومنین  V  کامل باور، ډاډ او اعتمادښیي له بل پلوه د منصور صیب د کمال او صلاحیتونوښکارندویه دی ، چې نوموړی دخپلو اړونده  اموراتو په سرته رسولو کې برلاسې لرله ،نو ویلای شو چې منصورصیب دوزارت په دوره کې یو موفق، کامیاب او فعال وزیر و،  ولې که موفق اوفعال   نه وای  هیڅکله نشوای  کېدای چې دطالبانو  دنظام  په څېر صاف او شفاف نظام  کې  یې ترپایه خپل موقف  ساتلی وای، ولې  یواځینی شی چې دطالبانو په صف کې   دموقف او مقام  لرلو زریعه او وسېله ګنل کېده هغه کامله تقوا او  په ټولو چارو کې داسلام دمبین  دلارښوونو  عملې تابعدارې  اوپه پوره  اخلاص سره د خپل مسؤلیت په سرته رسولو کې فعال رول درلودل په کوم کې چې  منصورصیب حساس او بیدار و

دمسؤلیت  درېیمه دوره:

په ګران هېواد دامریکا دیرغل  او داسلامي امارت دسقوط وروسته چې دامیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد په حکم  د جهاد او مقاومت لیکې  تنظیم شوې، منصورصیب  دکندهار لپاره داسلامي امارت دوالي او درهبري شوری دغړي  په حیث تعین شو او  ښکاره ده چې  کندهاردهېواد په ولایتونو کې  یو ترټولو  مهم او  ستراتیژک اهمیت لرونکی ولایت دی؛ په خاصه توګه دطالبانو داسلامي تحریک دتاسیسي مرکز  او دامیر المؤمنین داستوګنې د مقر په حیث یې   پوځي او سیاسي اهمیت نور هم سیواو، په دې  وجه امریکایې یرغلګر له پیل څخه دیته متوجه ول  چې  کندهار کې  ترنورو ولایتونو زیات جارحیت  او ظلمونه ترسره کړي ، منصورصیب V په لنډ وخت کې  کندهار  ولایت اړوند ولسوالیو او مربوطاتو کې دامریکایې او کاناډایې یرغلګرو پرضد  دمجاهدینو صفوف منظم کړل اوهغوی ته یې ملاماتوونکي زیانونه ورسول  او په دې سربیره یې درهبري شوری دغړي په حیث داسلامي امارت په مشورتي بورډ کې دیومخکښ او فعال غړي په توګه رول او کردار درلود…

دمسؤلیت څلورمه  دوره…

څلورمه  دوره کله چې داسلامي امارت نایب ملا عبید الله اخند V  اسیر شو، په ځای یې مشر امیر المؤمنین V داسلامي امارت دنایب ملاعبد الغني  برادر  ترڅنګ  منصور صیب هم داسلامي امارت د نایب په حیث مقرر کړ، څو دملابرادراخند سره په ګډه دامریکایانو په خلاف دافغان تاریخ  ترټولو ستر جهاد په رهبري کولو ونډه واخلي، منصور صیب V  د کریمانه اخلاقو په لرلو او مخلصانه  کوښښونو په وجه دمجاهدینو ترمنځ  پراخ مقبولیت  اوکلک باور پیدا کړ ، د هرمشر او کشر مجاهد له خولې به  یې دښه سلوک ، حسنه اخلاقواونیکې رویې نکلونه کیدل، کله چې  ملا برادر اخند هم  اسیر شو ( الله تعالی دي  نوموړي ته  د  بند  له اذیتونو نجات نصیب کړي ) مشر امیر المؤمنین V د خپل لزوم دید له مخي  دمنصورصیب ترڅنګ دبل نایب  په حیث  بل څوک مقررنکړ یواځي دمنصورصیب وجود یې دنیابت لپاره  کافي اوباله، دخدای تعالی په مرسته اوکومک منصورصیب  پرلپسې بریاوې او سوبې ترلاسه کولې آن تردې چې   په ټول هېواد کې  دمجاهدینو صفوف او لیکې  یې منظمې کړې، داسې ولسوالۍ او سیمه پاتې نشوه چې هلته     داسلامي امارت تشکیلات او مجاهدین  شتون ونلري او په یرغلګروبریدونه او عملیات نه وې روان، دمجاهدینو دپراخ شتون له امله دښمن په ټول هېواد کې  دکلک او پراخ مقاومت سره مخ شو،ورته  درانه ځاني اومالي تلفات واوښتل او هم یې  هغه ټول  هوسونه او ارمانونه دخاورو سره ګډشول دکومو په نیت یې  چې په افغانستان یرغل کړی وو

داهم  د منصورصیب V دمدابرانه قیادت  برکت و چې داسلامي امارت لیکې ترپایه دهرډول انشعاب او چاودون څخه خوندي پاتې شوې، ځکه نوموړي دامارت ټول مشران او کشران مجاهدین  پخپل اخلاص او للهیت  باوري کړي وو، چې زما هدف یواځي او یواځي دالله تعالی رضا ده او  ددې پرته بل  هیڅ  مادي او دنیاوي هدف  یا غرض نلرم دیته په کتوویلای شو  چې داسلامي امارت دمشرانو او کشرانو مجاهدینو او مسؤلینو په زړونو کې دامیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد V وروسته چې دکوم شخصیت په اړه   د بې پناه احترام او مقبولیت جذبې شتون لاره هغه  شخصیت  دشهید منصورصیب و چې هرمشر او  کشرمجاهد ته  له ځانو  هم  ور ګران و.

منصورصیب نوښتګر انسان و نوموړي دخپل نیابت په دوره کې داسلامي امارت مرکزي هسته ورغوله، د ټولو کلیدي چارو په اړه یې منظم کمیسیونونه تشکیل کړل اوبیا یې  دټولو کمیسیونولپاره  کاري لایحې ترتیب کړې، په خاصه توګه هغه کمیسیونونه چې  دهغو کاري وظایف زیات مهم دي  لکه  دنظامي  چاروکمیسیون، محاکمو کمیسیون،تعلیم و تربیې کمیسیون، فرهنګي چارو کمیسیون ، سیاسي چارو  کمیسیون، صحت کمیسیون ،  داقتصاد او مالي چارو کمیسیون دهر یو لپاره یې  ځانګړې توجه ورکړه او دهغوپه  کارونوکې دتعطل ټول  موانع یې  لري کړل او هم یې دټولو ادارو دپرمختګ لپاره  ټولې اړینې اسانتیا وې  دوخت اوزمان دشرایطو سره  برابرې کړې

دوالیانو او نورو مسؤلینو دشرعي پوهاوي لپاره یې دشرعي دورو  او تدریس لړۍ پیل کړه څو په اخلاقي لحاظ دمجاهدینو صفوف پاک او سپیڅلی اوسي او  تل یې ټینګار کاوه چې دجهاد د هغو اهدافو پخاطر چې  مجاهدین خپلې معصومې وینې قربانوي باید دهغو په کلکه ساتنه وکړو، مسؤلین ورته ښه  ځیر او متوجه اووسي نو په دې توګه دشهید منصورصیب V دنیابت دوره دبېلابېلو لویو جهادي او سیاسي لاسته راوړونو دوره وه؛  دمجاهدینو   د بریمن تاریخ یوه شاندار پړاو و، چې اسلامي امارت او مجاهدینوته یې د معنوي او فکري پلوه هم  ډېر څه ورکړل؛ نن الحمد الله مجاهدین  دهغو  معنوي برکاتو اونظریاتي اساس اهمیت حسوي

دمسؤلیت پنځمه دوره:

دمسؤلیت پنځمه دوره یې داسلامي امارت د زعیم او امیر المؤمنین په حیث هغه شانداره، تاریخي اودعظمتونو ډکه دوره وه ، چې  کله داسلامي امارت  مؤسس امیر المومنین ملامحمد عمر مجاهد V دورپیښې ناروغۍ له امله وفاتاو دخپل حقیقي خالق سره یوځای شو؛ په رواني لحاظ دهغه مړېنه  داسلامي امارت دمرګ او ژوند ترمنځ  دجنګ مرحله وه؛ داسلامي امارت دبقا او فنا ترمابین دکشمکش   مرحله وه؛ یو طرف ته  دمشر ملاصیب دوفات غمیزې ټول افغانان او مجاهدین ولړزول او د یو ستر ویر په ټغر یې کینول بل پلو ددښمن دسیسو، توطیئو او شوموپلانونو نیږدي وچې داسلامي امارت د صف وحدت ټوټې، ټوټې کړی وای  او مجاهدین یې  د  یوبل  ناورین په ګرداب کیباسلي وای،چې  دهغه نه د رابهر کیدوچانس یې نه و،  په دغه نازکه مرحله کې چې داسلامي امارت رهبري شوری په  کوم  تدبر او هوښیارتیا  د اسلامي امارت لیکې دانشعاب او انشقاق له ناورین وژغورلې  له امله یې  ټوله رهبري شوری  دشابسي مستحق ده  اوپه خاصه توګه دمنصورصیب پشان، حلیم، مخلص، متعاهد،اسلامپال ، په وطن  او ولس مین او  عقلمند انسان  دامارت   د قیادي  مقام  لپاره وړاندې کولو په وجه درهبري شوری دغړو فراست او  بصیرت  ته دوه لاسي سلام!!

ځکه منصورصیب ته الله تعالی داسې  کمالات ، صلاحیتونه او صفات ورکړي وو ،  دکومو شتون چې ددغسي یونازکې، حساسې مرحلې لپاره اړین و ، نوموړي دغه مهال  په کومو  سړو مغزو داسلامي امارت دلیکو دننه دوحدت ، یو والي او نظم روحیه خوره کړه  ایله د یو انقلابي رهبر او مشره یې تمه کیدای شي!! وې ښوده چې نوموړی دملګرو سره دافهام او تفهیم  په برخه کې  دښې  مؤثرې ملکې خاوند دی،  هیڅکله معانداو ضدي  انسان ندی، دهرتن  د دلیل او منطق د  اوریدو زغم او حوصله لري، کنه ډېری کتونکي په لومړي سرکې ډادمن نه وو، چې ګواکي منصورصیب به دټولو لپاره یومنلي مشر شي لیکن ژر ښکاره شوه چې نوموړی د مخالفتونو په کنترولولو او دصف په یو ساتلو کې  نه یواځي برلاسی دی بلکې دصف دټولو مسؤلینو او مجاهدینو  ترمنځ ورته د هغسي احترام  اودرناوي په نظر کتل کېږي په کوم نظر   چې به   امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد V ته کتل کېدل
د شهید منصورصیب V   یوه تلپاتې  یادګارې کارنامه دا هم ده  چې درهبري شوری لخوا دبعیت وړاندیز یې په دې شرط اومانه چې دی به  دځان لپاره دوه نائبین ه  ټاکي؛ او هغه دواړه یې پخپله ونومول ( شیخ الحیث  مولوي هبة الله اخندزاده او خلیفه صیب سراج الدین ) ، رهبرې شوری  دکوم ځنډ پرته  یې داشرط اومانه،  په دې کار  سره دصف دننه داتحاد او یو والي پر ضد ټولې دسیسې لاړې  شنډې او ناکامه شوې  او  ورسره  دمنصور صیب  په وقار او درنښت کې  ترپخوا نورهم زیاتوالی راغی ،اود  اسلامي امارت مسؤلینو ته یې  دیو تلپاتې ابدي وحدت روحیه هم  اوبښله ، په خاصه توګه کله چې منصورصیب V  خپله شهید شو او اسلامي امارت  بیا د قیادت   له   خلاء سره مخ شو؛ دتیر ځل  په نسبت د اځل دقیادي  خلاء ډکولو هغومره زحمت او وخت  اونه غوښته کوم چې یې  دلومړۍ  قیادي خلاء ډکولو پر مهال غوښتی و؛ولې داځل دامیر المؤمنین  دوه مرستیالانو له وړاندې شتون لاره، دهغوی په لارښوونو دامارت ټولې  جهادي  ، سیاسي او فرهنګې چارې په عادي شکل روانې وې؛ له بلې خوا داسلامي امارت رهبري شوری  هم په اسانه وکړای شول چې د ځنډ او کوم  تاخیرپرته دامیر المؤمنین  له  دواړو نائبینو  څخه یو یې ( شیخ الحدیث  مولوي هبةالله اخندزاده  حفظه الله) داسلامي امارت د نوي زعیم او امیر المؤمنین په  حیث غوره کړي، یقیناً که منصورصیب  له وړاندې اوپخپل ژوند کې  دامارت دنائبینو ټاکلو ابتکار نه وای کړی طبعاً به  دنوموړي دشهادت وروسته ستونزې اومشکلات وو.

په دې علاوه  شهید منصورصیب V   دخپل امارت په لنډه دوره کې داسلامي امارت ټولې  ادارې او کمیسیونونه عملاً فعال کړل ،نن  ورځ اسلامي امارت د پیاوړي او منظم سیاسي، جهادي ، علمي او اجتماعي ځواک په حیث دهېواد دننه او بهر شتون لري په ټولو برخو او مواردو کې دمنظمو پلانونو  په رڼا کې کارونه روان دي، هرچا ته دخدمت او کار ځای معلوم دی، په دومره ترینګلو او ضیقو شرایطو کې دومره پراخ دسپلین او نظم رامنځته کول  هیڅکله معمولي کارنامه نده، ددې ټولو ترشاه   د منصورصیب او دنورونو مشرانو کلک عزم  او قوې ارادې شتون درلود

په نظامي ډګر کې  مجاهدین دومره پیاوړي ، منظم  او غښتلي شول  چې بسته ولایتونه  فتحه شول  او  ځیني دسقوط سره مواجهشول   پراخې سیمې او ولسوالۍ داسلامي امارت مجاهدینو و نیولې ،ورته   لوی شمیر وسلې، جنګې شوبلې، رینجرې او ټانګونه په لا س ورغلل،  ددښمن په مهمو مرکزونو او هډو باندې تندریز  فدایې بریدونه ترپخوا لا منظم او منسجم  شول

په سیاسي ډګر کې دقطر سیاسي دفتر که څه هم دنوموړي دنیابت په دوره کې خلاص شوی و،  داسلامي امارت استازو دقطر دفتر له ادرس نه دنړۍ دبېلابېلو جهتونو سره دافهام اوتفهیم پالیسې  په  لړ کې  دپام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې، لکه دیو امریکایې بندي عسکر خوشي کولو په بدل  کې له ګونټانامو زندان څخه داسلامي امارت دواکمنۍ  په مهال د څوتنو نومیاليو مشرانو زادیدل  دسیاسي او دیپلوماتیک ډګر یوه  ستره بریا ګڼل کېږي .په ورته ډول دافغانستان په اړه نړیوالو کانفرانسونو کې داسلامی امارت د استازو د دپرلپسې ګډونو د  لارې  وکړای شول چې  دخپلو خلکو دمظلومیت غږ ترنړیوالو ورسوي او په افغانستان کې شته  پټ واقعیتونه بیرون ته ښکاره او څرګند کړي ،دمنصورصیب V  دامارت په دوره کې  ددې بهیر  پراخولو هڅې و شوې او په یو لړ مهمومجلسونو کې دګډون  له لارې امارت وکړای شول  چې دخپل ولس دحقه حقوقو نه دهر ډول  ډار او ویرې نه  په لا  پرواهۍ سره دفاع وکړي اوله خپل دریځ او مسیر نه یو اینچ اومره هم په شارانشي او نه په دې  لړ کې  نه د هیڅ کوم فشار اچونکي ارادې ته تیټ شول او نه دکوم لالچ ورکونکي دلالچونو په لومو  کې ونښتل…

منصورصیب V دخپل مدابرانه مشرتابه په دوره کې  په سیاسي میدان کې یوه بله مهمه کامیابي دا ترلاسه کړه چې دافغانستان ټوول ګاونډي هېوادوته  یې ډاډاو باور  ورکړ چې دافغانستان اسلامي امارت هیڅکله دوی ته ګواښ ندی او نه د دوی په کورنیو چارو کې دمداخلې او لاسوهنې په باب کوم  نیت لري او نه نورو  هېوادو ته دخپل سیاسي  فکر او ایډیا  دصادرولو هوډ  لري بلکې دهر هېواد سره دخپل هېواد دمصالحو  اوګټو په پام کې نیولو سره دوستانه اړیکي لرل غواړي  او  ګاونډیان باید داسلامي امارت دبریاوو او سوبو نه کومه اندیښنه ونلري کنه دامریکا په مشر ۍ  یرغلګر هېوادونه   له پیل څخه په دې کوښښ او پروپاګند کولو  لګیا دي څو  اسلامي امارت او مجاهدین ټولې سیمې ته څه چې ټولې نړۍ ته دخطر په توګه وښیي او په اړه یې نړیوالو ته ناسم ذهنیت ورکړې لیکن منصورصیب V وکړای شول چې په دې لړ کې دزیاتې هوښیارتیا څخه په کار اخستلو دسیمې ټول هېوادونه دمختلفو زریعو او وسیلو له لارې قانع کړي  چې دافغانستان اسلامي امارت نه نړۍ ته خطر دی او نه  هم دسیمې دهېوادو  ګټو او امنیت ته ګواښ دی دغه وجه  ده چې نن په سیمه او نړۍ کې داسلامي امارت دموقف پزیرایې کېږي او هر بیطرفه هېواد په دې قانع دی چې امارت دهیچا لپاره ګواښ او خطر ندی بلکې دامارت په  رهبرې کې جنګیدونکي مجاهدین دخپل هېواد دازادې لپاره جهاد کوي چې دادهغوی  مشروع او منلی حق دی هیڅوک  تري دخپل هېواد دازادۍ او خپل ولس نه ددفاع حق نشي اخستلی.

نو په ټوله کې ویلای شو چې شهید منصور صیب یو موفق، کامیاب، مدبر، هوښیار زیرک  او زړورقاید و، چې اخر یې  داسلامي امارت  د جهادي، علمي  او سیاسي صف   د ښېرازتیا  او سمسورتیا لپاره   خپلې وینې هم نذرانه کړې او پخپل مشرتوب کې یې داسلامي امارت مجاهدینوتهد  ویاړونو ډک داسې  داعتدال مسیر په میراث پریښود چې ددښمن دډېر کوښښونو باوجود چې غوښتل یې طالبان او اما رت داسې وښیي چې ګواکې دټولې نړۍ ګټې او امنیت ګواښې دنړۍ ازاد هېوادونه او ولسونه  دامارت په منځلاریتوب او حقانیت معترف دي  او داسلامي امارت اسلامي او انساني کردار ته دقدر په سترګو ګوري ، نو له شک پرته دداسې یوسرلوړی او سرلاري قاید  دقربانیو  تاریخ او کارنامې خوندي کول د هر مجاهد قلموال دقلمي دیانت له مخې مسؤلیت دی هغه باید دمنصورصیب مدابرانه کردار ته ژوند اوبښي ….

هو! یواځي دژوند انه دسوانح پاڼو په لیکلو ځانونه  دمسؤلیت نه خلاص ونه بولي بلکې ددې ستر رهبر د افکارو، خیالاتو او نظریاتو خوندي کولوته مټې راونغاړي ځکه ژوندي قومونه دخپلو مشرانو افکارو، لارښوونو، او نظریاتو په رڼا کې خپل راتلونکی څاري او ورته اړتیا لري بناً موږ دسوانح لیکلو ترڅنګ باید  دمشرانو عمده لارښوونې،  ویناوې  او دبصیرت او فراست نه ډک افکار  خوندی او  راتلونکو نسلونو ته یې ورسوو په دې لړ کې دڅرک  وزیني مجلې لخوا دمنصورصیب دشهادت نیټې په مناسبت داختصاصي ګڼې چاپولو ګام دستاینې وړ دی خو متل دی وایي: په یوګل! نه پسرلی کېږي!! باید دې لړ کې ورته  ګامونه نور  هم  پورته شي څو داسلامي امارت دمشرانو دکارنامو، خدمتونو، او افکارو څخه راتلونکی دیني او جهادي قشر اګاه اووسي  په خاصه توګه د اسلامي امارت د ځوان نسل  لپاره خو دخپلو اسلافو او اکابرود مجاهدانه سیرت او کردار پاڼو لوستل  خورا ضروري دي ، په پای کې دعاء کوو چې الله تعالي دي دمنصور صیب V په قبر رحمتونه نازل کړي ، بیرته پاتې درنې کورنۍ ته یې  دجمیل صبر توفیق غواړو او داسلامي امارت اوسنیو مشرانو ته  دنوموړي دمعنويت څخه د ډکې  تګلارې پر لیکو دتلوالتجاء کوو…

په درنښت