پر ښه لوري روان یو – زهیب

پر ښه لوري روان یو ګوندي ښه مو شي انجام خــو لاره لا څه پاتــي ده او زړو کي لــــرو وام چي بیا غدر و نکړي دا فریبګر او ستمګر دې ټکي ته به هر وخت وي د هر ملګري پام خوشبینه خپل وطن ته دي زموږ ستړي افغانان خواره واره قومونه به شي ټول […]

پر ښه لوري روان یو ګوندي ښه مو شي انجام
خــو لاره لا څه پاتــي ده او زړو کي لــــرو وام

چي بیا غدر و نکړي دا فریبګر او ستمګر
دې ټکي ته به هر وخت وي د هر ملګري پام

خوشبینه خپل وطن ته دي زموږ ستړي افغانان
خواره واره قومونه به شي ټول په خپل مقام

فریاد دي رب قبول کړو د طالب لالي مورکۍ
څرخي پله لاره را کړله سر ټیټ کړلو باګرام

اخ دا چي نه چاپه وي نه د ډرون کومه حمله
اباد وي او ښه ښاد وي هر وګړی وي ارام

په دې لار کي چي تللي دي سپېڅلي شهیدان
کوو به د هر یوه د پاکو وینو احترام

زموږ د پت عزت په سر مو تیر کړلو زندان
زهیب تبریکي وایي، وایي تاسو ته سلام