ويـــــــښې ګوتې تاند قلم

  لیکوال: صفي الله “رائد” دا یوه منل شوې خبره ده چې یواځې په لیکنو څه نه کېږي. یواځې لیکل د اسلامي ازادۍ او خپلواکۍ لپاره بســــنه نه کوي او نه هم هېواد او پلورل شوي خلک په لیکنو ازادېږي. ازادي د قلم د سیاهي “رنګ” ترڅنګ د وینو رنګ ته اړتیا لري. خو… خو […]

 

لیکوال: صفي الله “رائد”

دا یوه منل شوې خبره ده چې یواځې په لیکنو څه نه کېږي. یواځې لیکل د اسلامي ازادۍ او خپلواکۍ لپاره بســــنه نه کوي او نه هم هېواد او پلورل شوي خلک په لیکنو ازادېږي.
ازادي د قلم د سیاهي “رنګ” ترڅنګ د وینو رنګ ته اړتیا لري.
خو…
خو داهم باید ومنو چې یواځې په وینو تویولو هم څه نه کېږي
ځکه چې؛ په اسلام له سر ورکولو څخه مخکې په اسلام سر خلاصول ډېر مهم دي او دا بیا د وینو تر څنګ یو آزاد، خپلواک او تاند قلم ته اړتیا لري.
هو!
دلته ډېری داسې قلموال شته چې لیکنې کوي، کتابونه لیکي، مجلې لیکي، حوصله نه بایلي مقالو پسې مقالې لیکي او مقابله کوي. ټول کوښــښ کوي او زیار باسي تر څو د ګرامر له پلوه کره او معیاري لیکنې وکړي.
هو! لیکل او دلیکلو ګرامر او معیار یې توپیر نه لري.
خو د ځېنو د لیکنو بڼه، فکر او موخه بیا تر ځینو نورو خورا ستر توپیر لري.
څوک د ډالرو په زور د قلم نوکه څرخوي، خو د چا ګوتې بیا د الله د رضا او له هغه څخه د وېرې له امله څرخيږي.
دنړۍ ټول قلموال او لیکوالان د اسلامي نظام او ازادۍ لپاره لیکنې نه کوي. بلکې هر څوک لګیا دي د خپل هدف او ټاکلې موخې لپاره لیکنې کوي.
څوک اسلام لیکي، ایمان لیکي او اسلامي نظام یادوي خو ډېر بیا لګیا وي بېهوده هیلې او ارامانونه لیکي.
دچا په ګوتو د ازادۍ او خپلواکۍ قلم څرخي او دچا پر ګوتو د غربي دیموکراسۍ…
څوک دقلم په ژبه آزادي او خپلواکي غواړي او څوک بیا غربي ډیمکراسي…
واړه لیکوالان او قلموال دي، په معیاري پښتو لیکنې کوي، خو څوک څه غواړي او څوک څــــه؟
څوک قلم د قلم په څېر استعمالوي او څوک یې د کولَنګ…
دایو ښکاره حقیقت دی چې قلم رغوَل کوي او کولَنګ ورانول…
خو دمګړۍ ډېری قلموال د کولَنګ دنده پرمخ وړي او د اذهانو ړنګولو ته ګمارل شوي. اوسني قلموال ډېری دحلال او حرام پرته په قلم رزق ګټي، معیارونه او ارزښـتونه یې ناڅرګند دي او دپیسو په زور د قلم نوکې خرڅوي.

خو بیا هم داسې قلموال شته! داسې لیکوالان شـــته! چې خپلې ګوتې یې ویــښې او قـــلم یې تـــاند ساتلی، لیکنې کوي، کتابونه لیکي، مجلې لیکي حوصله نه بایلي مقالو پسې مقالې لیکي او مقابله کوي ، ایــمان لیکي اسلام لیکي، تـــُوره او قـرآن لیکي.
هـــو! داسې لیکوالان شــته چې د قــلم په ژبه آزادي غواړي، خپلواکي غواړي اوتل خپلواکې لیکنې کوي. ځکه چې؛ دوی تل په خپلو ویښو ګوتو کې تـــاند قلم نیولی. او داسې قلم هېڅکله بلواکې لیکنې نه کوي.

دیو ازاد او خپلواک افغانستان په هیـــله.