نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
شاعر: سميع الله تړون خفه درپسې ځمکه او اسمـــــــــــان دي ازادۍ ازاد وګړي تا پســـــــــــــــــــې روان دي ازادۍ هغه خلک مو بیا په لپو لپو وینې څــــــــــښي زمونږ وینې چــــــې چا باندې تاوان دي ازادۍ څه خلک دې معنا په شیطاني کیسو کې ګوري دا خلک ناخبره له قــــــــــــــــــــران دي ازادۍ نن بیا د […]
شاعر: سميع الله تړون
خفه درپسې ځمکه او اسمـــــــــــان دي ازادۍ ازاد وګړي تا پســـــــــــــــــــې روان دي ازادۍ
هغه خلک مو بیا په لپو لپو وینې څــــــــــښي زمونږ وینې چــــــې چا باندې تاوان دي ازادۍ
څه خلک دې معنا په شیطاني کیسو کې ګوري دا خلک ناخبره له قــــــــــــــــــــران دي ازادۍ
نن بیا د میکناټن د کوڅه ډبو سپیو ځــوګ دی ملګري څو ځلمي د اکبـــــــــــــرخان دي ازادۍ
سبا به دې دښمن ته نوره هم کړي بې ارزښــته پالونکي دې پلورونکي د ایـــــــــمان دي ازادۍ
غمي غمي زلمي دې په سرونو خپلـــــــــــــوي په غاړه دې غمي د سلېمــــــــــــــان دي ازادۍ
یو څـــــــــــــوک دې کباړي ته په پاپړو ورکوي یو څوک دي چې خفــه په دې تاوان دي ازادۍ
هغه چې به دښمن ورنه په خـــوب کې ډارېده هغه سړي اکثره شهیــــــــــــــــــدان دي ازادۍ
تړون دې مدرسه کې کړه طالب چــې شي ملا ملګــــــــــــــري دې له مخې ملایان دي ازادۍ
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.