لاره/ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب دا مو ده غلیمه د تفهیم او د افهام لاره بله مو د توري د ټوپک او د قیام لاره مونږه هم د صلحي هم د جنګ پر دواړو لارو ځو دا د دې امت د ستر لارښود او ستر امام لاره دا ځل ملنګانو طالبانو را ګیر کړی یې نه […]

حافظ محمد قاسم زهیب

دا مو ده غلیمه د تفهیم او د افهام لاره
بله مو د توري د ټوپک او د قیام لاره

مونږه هم د صلحي هم د جنګ پر دواړو لارو ځو
دا د دې امت د ستر لارښود او ستر امام لاره

دا ځل ملنګانو طالبانو را ګیر کړی یې
نه مني فطرت یې غلامي او د غلام لاره

ښه یې کړه روښانه او خبره تکه سپینه کړه
نه منو په هیڅ صورت مجهوله د ابهام لاره

ستړی دی ولس له جمهوري ډيموکراسي نظام
غواړي افغانان د اسلامي سوچه نظام لاره

موږ د دین وطن دفاع کي هرڅه په ځان وړي دي
پل مو کړه په نره د څرخي پله او باګرام لاره

هر وخت به زهیبه دغه سپین لمر ته دعا کوو
نور یې ورکه کړې ان شاءالله له تور ماښام لاره