قحط الرجال/ انس حقاني

شاعر: انس حقاني نر یې نه ښاغلی، نه اغلی دی دوی کې د سړیو قحط راغلی دی غواړي له فطرت سره جګړه وکړي دا څومره احمق څومره لویدلی دی څومره بر ملا د دین توهین کوي څوک چې د لویدیځ بادو وهلی دی پوه دې شي نړۍ په دې خبره ښه ګران افغانستان ځوان دی، […]

شاعر: انس حقاني
نر یې نه ښاغلی، نه اغلی دی

دوی کې د سړیو قحط راغلی دی

غواړي له فطرت سره جګړه وکړي

دا څومره احمق څومره لویدلی دی

څومره بر ملا د دین توهین کوي

څوک چې د لویدیځ بادو وهلی دی

پوه دې شي نړۍ په دې خبره ښه

ګران افغانستان ځوان دی، ښاغلی دی

مه تپئ په مونږه د غرب سپک فطرت

هرچا چې منلی غولیدلی دی

شکر ای انسه مسلمان یو مونږ

دود د افغانیت مو لا سپیڅلی دی