نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
شاعر: قاضي پامیر ستا په وفا تر اعتباره نن راورسېدم له اضطرابه تر قراره نن راورسېدم ځان مي ایره کړ، زما رڼا تر نورو ورسېده بس لکه شمعه تر سهاره نن راورسېدم د اعتماد غرور مي داسې دړې وړې پروت دی لکه سپین ږیری تر ازاره نن راورسېدم دزړه ارمانه! لا تر اوسه مي و […]
شاعر: قاضي پامیر
ستا په وفا تر اعتباره نن راورسېدم له اضطرابه تر قراره نن راورسېدم
ځان مي ایره کړ، زما رڼا تر نورو ورسېده بس لکه شمعه تر سهاره نن راورسېدم
د اعتماد غرور مي داسې دړې وړې پروت دی لکه سپین ږیری تر ازاره نن راورسېدم
دزړه ارمانه! لا تر اوسه مي و نه موندلې! د خیال له بام څخه تر داره نن راورسېدم
په یبلو پښو د عشق په لاره د ازغو په څوکو زخمي زخمي شوم خو تر یاره نن راورسېدم
شاید یوسف غوندې (پامیر) دلته ارزانه خرڅ سې ګوره د مصر تر بــــــازاره نن راورسېدم
۱۴۴۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.