غزل/ قاضي پامیر

شاعر: قاضي پامیر چي رڼــــا ګانوته تیاره پرته وه وطوفانو ته مي ډیوه پرته وه ځمکه به خود زما له پښونه درومي د سیند په شګو مي دمه پرته وه دظالمانو ظــــلم پای ته رسې چې بې جاغوره یې وسله پرته وه ظلم وحشت به په تعلیم بدل سې د ټوپک ځای کې سپاره پرته […]

شاعر: قاضي پامیر

چي رڼــــا ګانوته تیاره پرته وه
وطوفانو ته مي ډیوه پرته وه

ځمکه به خود زما له پښونه درومي
د سیند په شګو مي دمه پرته وه

دظالمانو ظــــلم پای ته رسې
چې بې جاغوره یې وسله پرته وه

ظلم وحشت به په تعلیم بدل سې
د ټوپک ځای کې سپاره پرته وه

په عام محضر کې به قاتل قصاص شې
دقاضي لاس کې فیصله پرته وه

(پامیره) لیږ خوتم شۀ عدل راځي
په ټول دیار کي اوازه پرته وه

قاضي پامیر ۱۴۴۱ هق