طالب يم/ ایثار همدرد

شاعر: ایثار همددر د شاهین په څېر نظر لرم طالب یم په سرو وینو سور سنګر لرم طالب یم نړيوال می کړل حیران و خپل دریځ ته هیبتي پګړۍ پر سر لرم طالب یم زه به تل عمری هوډ ساتم په زړه کې پر ښکېلاک یې پروت اثر لرم طالب یم مدرسه مې د ژوندون […]

شاعر: ایثار همددر

د شاهین په څېر نظر لرم طالب یم
په سرو وینو سور سنګر لرم طالب یم

نړيوال می کړل حیران و خپل دریځ ته
هیبتي پګړۍ پر سر لرم طالب یم

زه به تل عمری هوډ ساتم په زړه کې
پر ښکېلاک یې پروت اثر لرم طالب یم

مدرسه مې د ژوندون ستر روزنتون ده
همېش عزم د سنګر لرم طالب یم

زه د دین ساتنه فرض پر ځان ګڼمه
زه باور پر ذات اکبر لرم طالب یم

زه به ژغورم خپل هېواد له خائنانو
لاس کې توره د عمر لرم طالب یم

چې ایثار شمه په مینه د جانان کې
زړه کې مینه د دلبر لرم طالب یم