رښتینی عشق

  شاعر: مستغفر ګربز ما د یو داسې چا لـه عشقـه سرچینۀ واخیسته چـې جـنــازه یــې مـلأيـکــو پـر اوږۀ واخیسته د لـیـونۍ مـيـنـې أتـل پـر سر د سـرو سکروټو د خپل خـؤږه جانان د وصـل انــدازۀ واخیسته په دې ګـل مخـي څـومـره لـويـه لـورینه وشوه چې لـه رحمت څـخـه یې ډکـه أينده واخیسته پروردیـګاره د […]

 

شاعر: مستغفر ګربز

ما د یو داسې چا لـه عشقـه سرچینۀ واخیسته
چـې جـنــازه یــې مـلأيـکــو پـر اوږۀ واخیسته

د لـیـونۍ مـيـنـې أتـل پـر سر د سـرو سکروټو
د خپل خـؤږه جانان د وصـل انــدازۀ واخیسته

په دې ګـل مخـي څـومـره لـويـه لـورینه وشوه
چې لـه رحمت څـخـه یې ډکـه أينده واخیسته

پروردیـګاره د رښتينـي عشق ښکاره ثبوت دی
په زنکدن کـې يـو سـړي د ستـا نامـۀ واخیسته

په څومره لوړقیمت ېِ ژوند وپلوره ګورې ېِ چِ
په جـنـتـونـو کـې يـې لـويـه مـرتـبـۀ وأخیسته

چـې یخـيـدلې دې پـرې سترګې مستغفر ګربزه
هغه لـه جـام د شـهــادت څخه حِصۀ واخیسته