د زړۀ سکون..!

شاعر: مجاهد پاڅون ګناه مې ترک کړه ما توبه واخیسته له پیر مرشد مې وظیفه واخیسته تــــــل لا اله الا الله وایمه ماکلیمه یې طیبه واخیسته نه کړم مـنکر او نــــاروا کــارونه مانه حضرت دغه وعده واخسته زړه می سـکون اواطمنان پیداکړ مــاد اذکارو ســـلــسله واخیسته رب ته سجدې رب ته سوالونه زارۍ نفس ته […]

شاعر: مجاهد پاڅون
ګناه مې ترک کړه ما توبه واخیسته
له پیر مرشد مې وظیفه واخیسته

تــــــل لا اله الا الله وایمه
ماکلیمه یې طیبه واخیسته

نه کړم مـنکر او نــــاروا کــارونه
مانه حضرت دغه وعده واخسته

زړه می سـکون اواطمنان پیداکړ
مــاد اذکارو ســـلــسله واخیسته

رب ته سجدې رب ته سوالونه زارۍ
نفس ته مې داسې تذکیه واخیسته

له سترګو توې مې ملغلرې اوښـکې
درب په در کې مې اسره واخیسته

په تیرو کــړنـو اسـتغفار وایــمه
دنیک عمل مې وسیله واخیسته

مــا په دنــیا کې دعــقـبـا لـــپـاره
دنور ډیوه ښکلې توښه واخیسته

پاڅونه! ته هم پیر مرشد پیـدا کړه
قسم په رب ماترې فایده واخیسته