د زړونو ارمان

  غــــزل: صفي الله رائد ســــــوله راشي د دردونو درمـان وشي ښـــکلا راولــي د زړونــو ارمـــان وشي وایـــه څــه بــه یې تــعبـیر وي مُعبِّرَه! مینه وشـــینــدم ازغو کې ګــلان وشي خوب مې لید چې آزادي وي بلال راشي پـــاس له ارګـه آن تر غـربـه آذان وشي د زندان او د وحـــشـت کـړۍ کړي ماتې زیـری […]

 

غــــزل: صفي الله رائد
ســــــوله راشي د دردونو درمـان وشي
ښـــکلا راولــي د زړونــو ارمـــان وشي

وایـــه څــه بــه یې تــعبـیر وي مُعبِّرَه!
مینه وشـــینــدم ازغو کې ګــلان وشي

خوب مې لید چې آزادي وي بلال راشي
پـــاس له ارګـه آن تر غـربـه آذان وشي

د زندان او د وحـــشـت کـړۍ کړي ماتې
زیـری راشـي او یو غږ د جــانــان وشي

دښتې غرونه چې ښکلاوې زرغونې کړي
پر هېـواد مو دې یو داسې بـــاران وشي

بـیا بـه وکــرم لونـګ په دښتو غـرو کې
اې رائـده! چې د امــــن اعـــــلان وشي