د جهاد اِدامه!

  شاعر:  نظام نه چا ته سر ټيټوو، نه د ننګ شمله ورکوو مونږ تر وروستۍ سلګۍ جهاد ته ادامه ورکوو نه ستړي کيږو، نه ختميږو په وژلو باندي مونږ و نسلونو ته هم دغه تربيه ورکوو مونږ خو د چا کور ته د جنګ لپاره نه يو تللي نو پر خپل کور پردو ته […]

 

شاعر:  نظام
نه چا ته سر ټيټوو، نه د ننګ شمله ورکوو
مونږ تر وروستۍ سلګۍ جهاد ته ادامه ورکوو

نه ستړي کيږو، نه ختميږو په وژلو باندي
مونږ و نسلونو ته هم دغه تربيه ورکوو

مونږ خو د چا کور ته د جنګ لپاره نه يو تللي
نو پر خپل کور پردو ته کله اجازه ورکوو؟!

بِالقوه نه، بلکې بِالفعله مو ثابته کړه چې
د سر کوپړه کې يرغلګرو ته اوبه ورکوو

که خدایۚ کول کړو به نسکور دا نړۍ خور اژدها
په هر قيمت به يې اشغال ته خاتمه ورکوو

د چا د بدو يا د ښو بدل پر ځان بولو فرض
چا ته پر زړه باندي خنجر او چا ته زړه ورکوو

غليم به تښتي يا د سولې يا د ماتې په نوم
يوه لوېشت خاوره هم نظامه چا ته نه ورکوو