د بغاوت چیغه

غزل: اسرار عمر د بــغـاوت چیغې دې رنــګ راوړی د جنګ میدان دې له فِرنګ راوړی د دار په سر چې دي مسکي زلمکي د آزادۍ په عـشق یې نـنـګ راوړی د چم چې مړاوې دي ګورګورې پیغلې مـــرګـي زلــمی پــه ونـه دنـګ راوړی دي د شـهیـد لالي د څـڼو عطر؟ که دې په لپو […]

غزل: اسرار عمر
د بــغـاوت چیغې دې رنــګ راوړی
د جنګ میدان دې له فِرنګ راوړی

د دار په سر چې دي مسکي زلمکي
د آزادۍ په عـشق یې نـنـګ راوړی

د چم چې مړاوې دي ګورګورې پیغلې
مـــرګـي زلــمی پــه ونـه دنـګ راوړی

دي د شـهیـد لالي د څـڼو عطر؟
که دې په لپو کې لونګ راوړی؟

ستر افتخار د آزادۍ اســراره
د مدرسې طالب ملنګ راوړی