د آذان جنازه

  شعر: نظام څه په وير يې د جانان جنازه يووړه بېلتانه مې د ارمان جنازه يووړه ما پر ځمکه مقبرې ورپسې غوښتې پرښتو يې تر آسمان جنازه يووړه بيا يتيم شوې د ملالې ميوندجانه! نن يې بيا د “ياقربان” جنازه يووړه د ژوندون تسکين مې هم پسې شهيد شو تنهايۍ ته مې د ځان […]

 

شعر: نظام

څه په وير يې د جانان جنازه يووړه
بېلتانه مې د ارمان جنازه يووړه

ما پر ځمکه مقبرې ورپسې غوښتې
پرښتو يې تر آسمان جنازه يووړه

بيا يتيم شوې د ملالې ميوندجانه!
نن يې بيا د “ياقربان” جنازه يووړه

د ژوندون تسکين مې هم پسې شهيد شو
تنهايۍ ته مې د ځان جنازه يووړه

له ممبره يې تابوت د بلال جوړ کړ
ورسره يې د آذان جنازه يووړه

تر يعقوبه دا ځل بوی د کفن راغی
د يوسف يې له کنعان جنازه يووړه

نن دې څومره شول باڼه نظامه ستړي!
تر ګرېوان يې د باران جنازه يووړه