دا کږه وږه پګړۍ دې مه شه ړنګه/ درمل

شاعر مسرور درمل: سپينې تورې یې کږې شولې له زنګه چې د چا له رګو ووتلې ننګه! آزادۍ مونږه په سرو وينو ګټلې سپينه سوله زېږېدلې ده له جنګه تورې څڼې دې سپېرو خاورو کې کېښوې اوس دې نه راځي د مینې غږ ملنګه! چې همېش پرې دا بدرنګه نړۍ وينم ستا ديدن به په […]

شاعر مسرور درمل:
سپينې تورې یې کږې شولې له زنګه
چې د چا له رګو ووتلې ننګه!
آزادۍ مونږه په سرو وينو ګټلې
سپينه سوله زېږېدلې ده له جنګه
تورې څڼې دې سپېرو خاورو کې کېښوې
اوس دې نه راځي د مینې غږ ملنګه!
چې همېش پرې دا بدرنګه نړۍ وينم
ستا ديدن به په دې سترګو کوم څنګه؟
اخ شهيده چې ولاړ ورته پرون وې
نن را ياد شوې د هغه چنار له څنګه
په زړګي کې مې دِ تا مينه را شنه ده
مجـ‌اهد په ونه دنګه غنمـــــرنګه!
چې ديدن ته د محبوب پکې رسېږې
په هغو لمبو پرواز وکړه پتنګه!
چې افغان ته د یرغل په نيت را درومي
دا نړۍ ولې جوړ سر وهي له سنگه؟
د «درمل» د کلي ستړی طالب جانه!
دا کږه وږه پګړۍ دې مه شه ړنګه