دا افغانستان دی

  مستغفر ګربز دلـتـه د پـرديـــو ژونــد خــتــم پـه تــاوان دی دا د زمـــرو خـــاوره ده دا افــغــانـسـتـان دی دا د یـوه داسـې چـا ټاټوبـی دی دښـمـنـه چې مـخـتـه د تاریخ په سر کې څو ګامه روان دی هر ارمان د کفر یې له خـاورو سره خاورې دی دې اولـس سـاتـلـی پـه قیمت د سـر […]

 

مستغفر ګربز

دلـتـه د پـرديـــو ژونــد خــتــم پـه تــاوان دی
دا د زمـــرو خـــاوره ده دا افــغــانـسـتـان دی

دا د یـوه داسـې چـا ټاټوبـی دی دښـمـنـه چې
مـخـتـه د تاریخ په سر کې څو ګامه روان دی

هر ارمان د کفر یې له خـاورو سره خاورې دی
دې اولـس سـاتـلـی پـه قیمت د سـر ایمان دی

نه دی وړ د زغـم بې له اسلامه دلته بل قانون
دلـتـه عـمـلـي خـلـکـو ځـانــو بـانـدې قران دی

کـور د غـیـرتــونــو او نـنـګــونــو له ازلــه دی
وخـت ثـابـتـه کـړي ده لـه وخـتـه قهرمان دی

دلـتـه د جنګونو بچي خپله جنګ خواړلي دي
تل د اور مـذهـبـو سـره دغه هـیـواد وران دی

نـه مـنـي ګــربــزه مـسـتـغـفـره د کـفــارو راج
غیږه یـې سپيڅلي ده او زړه یـې مسلمان دی