خدایه ته یې وساتې/ کاروان

شاعر: پير محمد کاروان دلته خو قلم د یوې تورې توتکۍ په شان نوکه یې مښوکه ددې تورې توتکۍ په شان یو څاڅکی شبنم د هاغه وچ واښه پر څوکه دی دې قلم راخیستی ددې نوکې په مښوکه دی داسې یې لیکلي دي په دې یوه واړه څاڅکي پاڼه دې د ژوند د ګل تازه […]

شاعر: پير محمد کاروان

دلته خو قلم د یوې تورې توتکۍ په شان
نوکه یې مښوکه ددې تورې توتکۍ په شان

یو څاڅکی شبنم د هاغه وچ واښه پر څوکه دی
دې قلم راخیستی ددې نوکې په مښوکه دی

داسې یې لیکلي دي په دې یوه واړه څاڅکي
پاڼه دې د ژوند د ګل تازه وي په لامده څاڅکي

دا وطن د اوښکو وینو زخم په دریاب کې ډوب
دا وطن د جنګ د نمرودي اور په ګرداب کې ډوب

خدایه ته یې وساتې په شان د ابراهیم خلیل
ورک له ځمکې مه شه دا نشان د ابراهیم خلیل

خوست توره وړۍ