تږى ګلاب/ صابر

شاعر: صابر محصل د تنکي تږې ګلاب دي نوې هيلې ټوکيدلې د اميد سترګي يى بيا دي د باران لور ته نيولې د همدي باران په تمه ډير ګلونه رژيدلې د ازغن خزان له درده اوښکي اوښکي څڅيدلې په زخمي زخمي وجود يى شبنمونه ژړيدلې بهارونه په زړه سخت شول په غم نه دي درديدلې

شاعر: صابر محصل

د تنکي تږې ګلاب دي نوې هيلې ټوکيدلې
د اميد سترګي يى بيا دي د باران لور ته نيولې
د همدي باران په تمه ډير ګلونه رژيدلې
د ازغن خزان له درده اوښکي اوښکي څڅيدلې
په زخمي زخمي وجود يى شبنمونه ژړيدلې
بهارونه په زړه سخت شول په غم نه دي درديدلې