افغانستانه..!

شعر: اسرار عمر مات سرونه شول پردي افغانستانه آزادي ده آزادي افغانستانه نور به کار د کفنو تابوتو بند شي نور کوو به زنده ګي افغانستانه د هدف د رسیدو څه حوصله وه درته ټول سلام کوي افغانستانه ته اتل زخمي زخمي فاتح زمری یې ته طالب! ته یې غازي! افغانستانه ګڼ لعلونه دې په […]

  1. شعر: اسرار عمر

مات سرونه شول پردي افغانستانه
آزادي ده آزادي افغانستانه

نور به کار د کفنو تابوتو بند شي
نور کوو به زنده ګي افغانستانه

د هدف د رسیدو څه حوصله وه
درته ټول سلام کوي افغانستانه

ته اتل زخمي زخمي فاتح زمری یې
ته طالب! ته یې غازي! افغانستانه

ګڼ لعلونه دې په خړو خاورو پټ دي
شهیـــدان دې ډېر بچي افــــغانستانه

د پامیر او هندوکش په لوړو څوکو
سپین بیرغ شمال وهي افغانستانه

د اسلام د لښکر غېږه یې وطنه
شه نظام دې عمري افغانستانه

اسرار زیري درکوم د فاتحانو
ستا اتل طالب راځي افغانستانه