یو والی دقوت او بریا راز دی 

د اسلامي امارت  د مؤسس ستر قاید عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دوفات څخه وروسته داهل حل وعقد شوری ملا اختر محمد منصور  داسلامي امارت د زعیم په حیث غوره کړ،له عالیقدر منصور صاحب سره ددرو ورځو په جریان کي داسلامي امارت درهبري شوری مطلق اکثریت غړو، د کمیسیونونو رئیسانو،والیانو،ولسوالانو ا […]

د اسلامي امارت  د مؤسس ستر قاید عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دوفات څخه وروسته داهل حل وعقد شوری ملا اختر محمد منصور  داسلامي امارت د زعیم په حیث غوره کړ،له عالیقدر منصور صاحب سره ددرو ورځو په جریان کي داسلامي امارت درهبري شوری مطلق اکثریت غړو، د کمیسیونونو رئیسانو،والیانو،ولسوالانو ا ومحاذ مشرانو د خپلو مجاهدینو په نمایندګي بیعت اعلان کړ، خو ددې باجودځینو کسانوچي د مرحوم ملا صاحب د کورنۍ غړي هم پکي شامل وو څه ملا حظات درلودل او له همدې امله یې د منصور صاحب سره بیعت کولو کي څه تاخیر راغي .

دسپټمبر په ۱۵مه نیټه د ارواښاد مشر ملا صاحب د کورنۍ په استازیتوب  د مرحوم امیرالمؤمنین ورور ملا عبدالمنان اخند او مشر زوی مولوي محمد یعقوب صاحب د یوې غونډي پر مهال د امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره بیعت وکړ، او پر هغو کسانو یې  چي تر اوسه  یې بیعت ځنډولی دی ،  ږغ وکړ چي د محترم منصور صاحب سره بیعت وکړي .

همدا راز  داسلامي امارت نوی زعیم  امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله   وویل چي د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله درنې کورنۍ ته اسلامي امارت  په ډير درنښت قایل دی او په مهمو قضایاوو کي به ددوی نظر او مشورو ته د قدر  په سترګه کتل کیږي .

داسلامي امارت د نوي مشرتابه ( منصور صاحب ) سره دمرحوم مشر ملا صاحب  دکورنۍ د بیعت ځنډ دښمن ته لوی امیدونه ورکړي وو، دې جزیې او نظري اختلاف ته  احمق دښمن ډیره هوا ورکوله او داسي به یې تعبیروله چي ګویا اسلامي امارت بیخي د منحل کیدو له بحران سره مخ دی،دوی  دهمدې لپاره چي مجاهدینو کي بې باوري خپره کړي ډیر زیات تبلیغات وکړل ا وپه وروسیتو کي یې  د مجاهدینو تر منځ د ژور اختلاف او حتی فزیکي برخورد اوازې هم رسنیزي کړې اما دښمن ونه توانیده چي له دې  هڅو او غورځو پرځو څه ګټه  ترلاسه کړي .

اوس چي د ارواښاد امیر المؤمنین  دقدر وړ علمي او جهادي کورنۍ د عالیقدر منصور صاحب سره بیعت وکړ د هغو مغرضو کړیو او افرادو دسیسې خنثی شوې چي له دې فرصت څخه یې ناروا ګټي اوچتولې او داسلامي امارت په متحد صف کي یې د بېلتون رامنځته کولو خیال پلونه وهل، زموږ امید دی هر هغه څوک چي دې داستشهاد مدرسې،دشهیدانو،یتیمانو او افغان مجاهد ولس کور( اسلامي امارت ) ته په بده سترګه ګوري بد به پرځیږي او الله تعالی به یې دشکست سره مخامخ کوي .

د دوست او دښمن پر دې اتفاق دی چي د حکومتونو او خوځښتونوداتحاد او  یو والي په صورت کي ددوی پرضد  د قوي دښمن لوی پلانونه بې اغیزي وي او هڅي یې بې له کومي مثبتي پایلي  پای مومي،خو د افتراق او تشتت په حالت کي کمزوری غلیم هم کولای شي چي خپلي کرغیړني نقشې تطبیق کړي .

په وحدت کي قوت دی،یو والی د بري راز  دی،په اتحاد کي د دښمن شکست دی،په اتفاق کي د نفاق اچونکو ذلت دی او تر ټولو مهمه داچي  یو والی د الله تعالی د نصرت مورد دی .برعکس اختلاف د الله تعالی د رحمت او نصرت ستر مانع دی،د دښمن دارمانونو تمثیل دی،داهدافو د تحقق مخه ډب کوي او مقصود منزل لیري کوي او بالاخره د ناکامۍ ستر او عمده علت اختلاف دی .

هغه خوځښتونه او غورځنګونه چي اعلاء کلمة الله اود اسلامي نظام استحکام یې عالي اهداف تشکیلوي په هیڅ وخت او صورت کي نه یوازي داچي باید  اختلاف ونه کړي،بلکي ځانونه د « واعتصموابحبل الله جمیعا ولاتفرقوا» مصداق وګرځوي او نورو ته  هم ددې سیده لاري ترغیب ورکړي .