ښایي دامریکا غلامانو به داسې فکر نه وو کړی؟!

نن افغانانو د رسنیو له لارې هغه ویډیو اوصحنه ولیدله چې دبدخشان په هوایي میدان کې دکابل رژیم چارواکو، وکیلانواو قومندانانو له بدخشان څخه دتېښتې پر مهال الوتکې ته دننوتو په حال کې څومره ټېل ماټېل اوهجوم جوړکړی وو..! که څه هم دافغانستان اسلامي امارت دخپلې خواخوږۍ اوپه عفوه ولاړې تګلارې له مخې دجګړې په […]

نن افغانانو د رسنیو له لارې هغه ویډیو اوصحنه ولیدله چې دبدخشان په هوایي میدان کې دکابل رژیم چارواکو، وکیلانواو قومندانانو له بدخشان څخه دتېښتې پر مهال الوتکې ته دننوتو په حال کې څومره ټېل ماټېل اوهجوم جوړکړی وو..!

که څه هم دافغانستان اسلامي امارت دخپلې خواخوږۍ اوپه عفوه ولاړې تګلارې له مخې دجګړې په تود میدان کې هم چې عسکر اوحتی پوځي منصبداران له وسلوسره ونیسي سمدواره یې ترمرحمت اواسلامي عاطفي لاندې نیسي په سریې لاس ورکش کوي؛ خو ناترسه دښمن چارواکي اوسیاستوال یې خپلو ناوړو او وحشیانه کړنو ته په کتلو خپلوګریوانونوته چې ګوري قضاوت کوي چې دوی دڅو ډالرواو مختورې چوکۍ دترلاسه کولو او ساتلو په خاطر ددین، هیواد،ولس اوملي ارزښتونوپه مقابل کې هغه کوم جنایت اووحشت نه و چې وې نکړ؟!

د امریکا اوناټو د مزدورانو دغه بد اوشړېدلی حالت یواځې په بدخشان کې نه؛ بلکې په هرولایت کې یې کډې بار، بیکونه یې پر اوږو اوفکرکوي چې په کابل کې به خوندي او یابه له کابل څخه بهرته په تېښته په اسانۍ وتوانیږي.
دمعلوماتوله مخې له هندوستان پرته یوهیواد هم چمتو ندی چې دغه په شاتمبیدلي بګیلان په خپلو هیوادونوکې ومني او پناه ورکړي؛
دامریکا، غرب، ناټو او ۴۸ هیوادونو په زرګونو ملیاردو ډالرو، عملی شتون اومجهزي ټکنالوژۍ باندې تیروتو غلامانو به ښایي داسې فکر هیڅکله نه و کړی چې باداران به یې همداسې نیمه خوا اویتیمان پرېږدي، ماښام به وي خوپه نیمه شپه کې به دباګرام په څېرستره پوځي ځاله تخلیه کوي اوترېنه تښتي به
دوی به ممکن په هېڅ قیمت داسې سنجش نه و کړی چې یو وخت به دامریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانوته وایي چې نور دافغانستان دجګړې نوم مه راته اخلي مونږ شل کاله هلته ترخي شپې تېرې کړي اولیدلي.