په بدخشان کې بشري ناورین…!!

د ورځي خبره: قریباً له تېرو پنځو میاشتو راهیسي، د بدخشان ولایت د دروازونو د نسی او کوف ولسواليو او ورڅیرمه نورو هغو سیمو؛ چې د مجاهدینو تر ولکې لاندي دي؛ د کابل رژیم له لوري ورباندي د خوراکي توکو د رسد ټولي لاري تړل شوي دي. په داسي حال کې چې له یوې خوا […]

د ورځي خبره:

قریباً له تېرو پنځو میاشتو راهیسي، د بدخشان ولایت د دروازونو د نسی او کوف ولسواليو او ورڅیرمه نورو هغو سیمو؛ چې د مجاهدینو تر ولکې لاندي دي؛ د کابل رژیم له لوري ورباندي د خوراکي توکو د رسد ټولي لاري تړل شوي دي.
په داسي حال کې چې له یوې خوا یادي سیمي هسي هم غرنۍ سیمي دي، له وړاندي لا ولسي خلک له سخت فقر او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له بلي خوا د روژې مبارکي میاشت ده؛ قیمتونه اسمانونو ته ختلي، له دې ګراني سره سره د یوې ګولۍ مړۍ پیدا کول؛ تقریباً ناشونی کار ګرځیدلی، د کابل رژیم د دغه نا انساني بندیز له امله اوس هلته د یو لوی بشري ناورین د پيښیدو خطر موجود دی.
اسلامي امارت د بندیز په دې موده کې په بیا بیا هڅه کړې چې رسنیو او بشري ادارو ته د یادې غمیزي په اړه مالومات ورسوي، څو ورځي وړاندي یې د یوې اعلامیې له طریقه هم پر نړیوالو او کورنیو بشري نهادونو، همدارنګه رسنیزو ادارو باندي ږغ وکړ، چې د دغه بشري جنایت په مقابل کې دې آواز اوچت کړي، ترڅو د عام بیچاره ولس په مقابل کې د کابل رژیم له دا ډول نا انساني کړنو څخه منع کړل شي.
ځکه چې دا یوه بشري مسئله ده، نه باید چې د ولس ځورول او د خوراکي توکو لاري ورباندي بندول، پر مجاهدینو د فشار وسیله وګرځوله شي. کنه دا کار د مجاهدینو لپاره هم ډېر آسانه دی چې د کابل په ګډون پر ګڼو ښارونو، بازارونو او نورو سیمو د رسد لاري وتړي، ولي اسلامي امارت هیڅکله د ولس د ځورولو اراده نه کړې او نه یې لري.
میډیا او بشري نهادونه دې د یادو سیمو د ولس له حاله ځان خبر کړي، د کابل رژیم دا ډول بشري جنایات دې نړیوالو ته ورسوي. د هیواد د لري پرتو سیمو داسې پيښې زیاتره له رسنیو هسي هم پټي پاتې کیږي، خو چې بشري نهادونه او رسنۍ نور هم سیاسي غفلت وکړي؛ له امله یې مرتکبین لاهم جرأت پیدا کوي او نورو بشري جنایاتو ته دوام ورکوي.
پرعامو ولسونو د خوراکي توکو لاري تړل، ملکي اهداف، عام المنفعه ځایونه، روغتونونه، کلي، جوماتونه، مدرسې او نور دا ډول مراکز نښه ګرځول؛ د هر قانون له مخي ښکاره جنګي او بشري جنایات دي، او د کابل رژیم دا هرڅه په خلاص مټ ترسره کوي، چې په سلګونو مثالونه یې موجود دي.
خو ځوروونکې خبره بیا دا ده چې دلته د بشر حقوقو پرتې نړیوالې ادارې، چې د کابل رژیم د جنګي او بشري جنایاتو خبرونه یې تر غوږونو رسیږي، زیاتره وختونه یې د سر په سترګو هم ویني؛ خو متاسفانه چې بیا هم دوی له دا ډول پېښو سره ناروا سیاسي چلند کوي او سترګې پرې پټوي.
اسلامي امارت یوځل بیا نړیوالو بشري نهادونو او آزادو رسنیو ته یادونه کوي چې د بدخشان د دروازونو د نسی او کوف ولسوالیو کې پر ولسي خلکو د رسد لارو د بندیدو پوښتنه دې وکړي، د کابل رژیم دې ضرور له دې کاره منع کړي، ترڅو له یوې خوا د یو لوی بشري ناورین مخه ونیوله شي، او له بلي خوا د دوی ناپیلیتوب او د بشري خواخوږۍ او رسنیز رسالت دعوي ريښتیني ثابتي شي.

پای ……….!!
۲۰۲۱ / ۴ / ۲۲