په اقصی جومات کي د صهیونیزم وحشت 

 تېره اوونۍ  یو ځل بیاصهیونیستي تاړاکګرو د مسلمانانو په لومړۍ قبله مسجد اقصی باندي یرغل وکړ، مسلمان لمونځ کونکي یې تهدید کړل، ځیني یې  ژوبل او یو شمېر یې بندیان هم کړل . د راپورونو له مخي صهیونیستي عسکرو په یاد شوي برید کي پر لمونځ کونکو  ډزي کړي،وهلي او ځورولي یې دي اود اقصی […]

 تېره اوونۍ  یو ځل بیاصهیونیستي تاړاکګرو د مسلمانانو په لومړۍ قبله مسجد اقصی باندي یرغل وکړ، مسلمان لمونځ کونکي یې تهدید کړل، ځیني یې  ژوبل او یو شمېر یې بندیان هم کړل .

د راپورونو له مخي صهیونیستي عسکرو په یاد شوي برید کي پر لمونځ کونکو  ډزي کړي،وهلي او ځورولي یې دي اود اقصی جومات ۱دروازه او ۳۲کړکۍ یې ماتي کړي او ۱۲ ځایه یې د مسجد شریف فرش سوځولی دی.

مسجد اقصی د قدس په ښار کي واقع دی، د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، د بنسټ چاري  یې  حضرت داود علیه السلام  پیل کړي او  حضرت سلیمان علیه السلام دغه مبارک مسجدتکمیل کړ ی دی . اقصی مسجد یو وار  یوې سختي زلزلې کي  ویجاړ شوی دی .  د اموي خلافت مشهور خلیفه عبداالملک بن مروان  مسجد اقصی یو  ځل  له سره ودان کړی او صلاح الدین ایوبي مرمت کړی دی، داقصی مبارک جومات د تاریخ په اوږدو کي څو ځله له سره بنا شوی او ترمیم  شوی دی .

په قران مجید کي د اسراء په سورة کي د انحضرت صلی الله علیه وسلم دمعراج دواقعې په اړه مبارک ایة کي د مسجد اقصی ذکر  شوی « سبحان الذی اسری بعبده لیلا من المسجد الحرام الی المسجد الاقصی » ، قدس د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په دور کي  فتح شو او حضرت عمر رضی الله عنه خپله هم دې مقدس ځای ته ولاړ.

قدس او اقصی مسجد له ډیرو وجو مسلمانانو ته د قدر وړ مبارکه مرجع ده، په د ې مبارک مسجد کي د ډیرو انبیاء علیهم السلام یادګارونه شته ، دبېلګې په توګه  د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د معراج سفر له همدې ځایه پیل شوی، د حضرت زکریا علیه السلام  مصلی چي په مقام ذکریا علیه السلام سره  یادیږي او ….. مبارک اثار دلته شته .

مسجد اقصی چي له تېرو ۶۰ کلونو څخه د صهیونیزم تر ولکې لاندي دي څو ځله اسرائیلي پوځیانو بریدونه  ورباندي کړي او زیان یې ورته اړولی دی،د راپورونو په اسا س  پر اقصی مسجد باندي د یهودي ځواکونو تر ټولو زیان اړونکی برید  ۱۹۶۹ز،کي وشو، په دغه حمله کي اقصی مسجد وسوځول شو او داسلامي نړۍ د ستر اتل او دقدس د فاتح صلاح الدین ایوبي له لوري جوړ شوی منبر هم پکي له منځه یو وړل شو.

څېړونکو پر اقصی جومات باندي د صهیونیستي ځواکونو اوسنی برید په تېرو ۳۵ کلونو کي بیساري بللی دی،د ډیر تاسف وړ ده چي تراوسه پوري د مسلمانو هیوادنو برحاله واکمنو ددې سترې فاجعې په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی .

د مسلمان ملت پر لومړۍ قبله ( اقصی ) باندي د یرغلګرو صهیونیستانو حمله د بشري  حقونو او  بین المللي  قوانینو څخه بربنډه اونه توجیه کیدونکې سر غړونه ده، د قدس او د فلسطیني خاوري د نورو سیمو  اشغال داسرائیلي چارواکو هغه ستر حماقت او جنایت دی چي په هیڅ ډول د زغملو وړ نه دی .

داسلامي نړۍ واکمنو او ولسونو ته په کار ده چي، د خپلي لومړۍ قبلې( اقصی جومات ) دفاع او ساتني ته  تر هرڅه لومړیتوب ورکړي، له ټولو ممکنه لار و چارو څخه په استفاده دغه مبارک مسجد د صهیونیزم د وحشي او ناولي اشغال څخه خلاص کړي، تر څو مسلمانان د امن په فضاء کي په خضوع او خشوع سره د کائیناتو دپنځونکي ، پالونکي او محبود برحق سره رازو نیاز وکړي او همدلته پنځه وخته خپل سر ونه و هغه واحد او لاشریک ذات ته  ټیټ کړي .