پر جنګي جرائمو هیښوونکې چوپتیا

تیره ورځ د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په مرکز جنډه کې د کابل ادارې د ځواکونو لخوا د مجاهدینو د شهيدانو پر جسدونو د اوربلولو بوږنوونکې ویډوکلیب په خواله رسنیو کې نشر شو. تر دې څو ورځې وړاندې د کندهار امنیه قومندان او همدا راز د سمنګان ولایت د ملي امنیت رئیس د دولتي دفاترو […]

تیره ورځ د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په مرکز جنډه کې د کابل ادارې د ځواکونو لخوا د مجاهدینو د شهيدانو پر جسدونو د اوربلولو بوږنوونکې ویډوکلیب په خواله رسنیو کې نشر شو.

تر دې څو ورځې وړاندې د کندهار امنیه قومندان او همدا راز د سمنګان ولایت د ملي امنیت رئیس د دولتي دفاترو له منځه خپلو جنګیالو ته د طالب زندانیانو د وژلو اوامر صادر کړل.

كله ناكله په جنګي ساحاتو کې د عادي جنګیالو له لوري په خپل سر داسې کارونه کیږي چې هغه بشرضد جنایت او ترسره کوونکي یې د قانوني مواخذې وړګرځي.

خو دا چې د یوه ولایت امنیه قومندان او یاهم د ولایت د ملي امنیت رئیس په کچه لوړ پوړي دولتي چارواکي دي په دولتي یونیفارم او د خپل کار د رسمي دفتر له سره خپل جنګیالي په ښکاره د بشر ضد جنګي جرائمو ته هڅوي دا له شکه پرته چې په حکومتي سطحه د بشرضدکړنو ته ښکاره هڅونه بلل کیږي.

ښايي کابل اداره د خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو دغه ډول اوامر د مجاهدینو لخوا د ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره یوه وسیله وګڼي.

خو په افغانستان کې شته د بشري حقونو مدافعې ټولنې په تیره د یوناما مسؤلین ولي د یادو دولتي چارواکو پر دغه ډول ښکاره جنګي جرائمو چوپ دي؟

دغه ډول بشرضد جنایتونه چې عاملین یې هغه د خپل وظیفوي مسؤلیت په توګه  په مکرر ډول تر سره کوي په حقیت کې د بشري حقونو د ساتنې نړیوالې کمیټې , د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او په مجموع کې د بشري حقونو د دفاع په نوم د ټولو سازمانونو  لپاره ننګونه ده.

مجاهدینو چې تر اوسه پوري په تر سلوزیاتو ولسوالیو کې په زرګونو امنیتي عسکر نیولي له هغوی سره یې انساني چلند کړی، هغوي ته یې د وروڼو خطاب کړی او له ډالیو سره یې خپلو کورونو ته رخصت کړي.

کابل اداره چې په پوځي لحاظ د خپلو تسلیم شویو ځواکونو د مخنیوي توان نه لري بالمقابل د مجاهدینو د وژل شویو پر جسدونو اورونه بلوي د دې لپاره چې د خپلو ځواکونو په وړاندې د مجاهدینو انتقامي حس راوپاروي او د دوی له ځواکونو سره هم بالمثل عمل وکړي.

خو د کابل وارخطا اداره باید پوه شي چې مجاهدین خپل جهاد او ټولې نظامي کړنې د شریعت په چوکات کې ترسره کوي.

د اسلامي امارت مشرتابه او د محاربې په ډګرکې موجود نظامي چارواکي تل خپلو مجاهدینو له تسلیم شویو عسکرو سره د نیک اسلامي چلند توصیه کوي او هیچ چاته دا اجازه نه ورکوي چې له هیچا چاسره هم د شرعي ارشاداتو مخالف عمل تر سره کړي.