وروستي فتوحات او د رسنیو چوپتیا

وروستۍ څو اونۍ د افغانستان لپاره ځکه بې ساري ګڼل کیږي چې په دې لنډه موده کې دومره ستر تحولات رامنځته شول چې پخوا به په کال کې هم نه پیښیدل. د هیواد له شرق بیا تر غرب او له شمال تر جنوبه په بیلابیلو ولایتو کې لسګونه ولسوالۍ د اسلامي امارت تر تصرف لاندې […]

وروستۍ څو اونۍ د افغانستان لپاره ځکه بې ساري ګڼل کیږي چې په دې لنډه موده کې دومره ستر تحولات رامنځته شول چې پخوا به په کال کې هم نه پیښیدل. د هیواد له شرق بیا تر غرب او له شمال تر جنوبه په بیلابیلو ولایتو کې لسګونه ولسوالۍ د اسلامي امارت تر تصرف لاندې راغلې. د کابل ادارې زرګونه مسلح ځواکونه له اسلامي امارت سره یو ځای شول. خپلې پوځي قرارګاوې او ټول نظامي تجهیزات یې مجاهدینو ته وسپارل.
خو دغه فتوحات او تحولات لکه څومره چې پراخ، ژور او مهم دي، نړیوالو رسنیو او کورنۍ میډیا په هغه کچه ارزښت نه دی ورکړی او نه یې په کماحقه ډول په خپل خبري او تحلیلي پوښښ کې رانغښتي دي. ښایي د کابل ادارې د چارواکو غوندې اوس یو شمیر رسنۍ هم هڅه کوي په حقائقو د سترګو په پټولو سره د هغوی د نفی او انکار کوښښ وکړي.
که پخوا به د کابل ادارې چارواکو او مغرضو رسنیو د اسلامي امارت د مجاهدینو په ځینو پرمختګونو سترګې پټولې او انکار به یې کاوه نو تر یوه حده ممکنه وه، اما اوس د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه دومره ستر، پراخ او ډير دي چې په هیڅ وجه ترې انکار نه شي کیدلای. هره ورځ د ولسوالیو د فتحې او د سلګونو عسکرو د تسلیمۍ خبرونه او مستند راپورونه نشریږي، په ولسي سطحه همدا تحولات هر ځای د بحث محور دی، اما مغرضې رسنۍ داسې چلند لري لکه هیڅ هم چې نه وي پیښ شوي.
که دغه رسنۍ فکر کوي چې د حقائقو لمر ته به نقاب ورواغوندي او په دې ډول به عامه اذهان تیر باسي نو دا خوب دې اوبو ته ووایي. نور هغه وخت تیر شوی چې دوی حقائق تحریف کړي. ځکه دا ځل د تحول او جهادي انقلاب حجم دومره ستر او پراخ دی چې تحریف یې د رسنیو د وس خبره نه ده.
روان وضعیت ته په پام سره رسنیو ته په کار ده چې حقائقو ته تسلیم شي. تر څو به د حقائقو د سیلاب په وړاندې د شګو بندونه جوړوي. رسنۍ باید روان وضعیت په رسمیت وپیژني، د اسلامي امارت برلاسي او د فتوحاتو ناتمامه جریان ومني او بیا د وضعیت په اړه په واقعیتونو ولاړ خبري او تحلیلي راپورونه هیوادوالو ته وړاندې کړي. رسنۍ نه شي کولای تر ډیره وخته اوسنۍ ګونګه پالیسي جاري وساتي، ځکه خلک له دوی څخه بالاخره د هغه وضعیت په اړه معلومات غواړي کوم چې جاري دی او ولس یې د سر په سترګو ویني.
د افغانستان اسلامي امارت په حقائقو ولاړه اطلاع رساني مهمه ګڼي او له همدې امله یې همیشه له رسنیو سره خپله همکاري جارې ساتلې، د پیښو او تحولاتو په اړه یې همیشه په خپل وخت معلومات ورسره شریک کړي دي، تر څو هیوادوال له جاري وضعیت څخه باخبره واوسي. متقابلا رسنۍ هم باید خپل مسؤلیت ته په پام سره د حالاتو حساسیت درک کړي، دغه پراخ تحولات باید تر خلکو ورسوي، حقائق لکه څنګه چې پیښیږي هماغسې یې بیان کړي، د مشهودو حوادثو او تحولاتو په اړه خاموشي اختیار نه کړي، ځکه واقعیتونه د هیچا په خاموشۍ نه بدلیږي او نه یې اغیز له منځه ځي.