مکاردښمن دسولې دسبوتاژ لپاره له یوه جنایت اوتراژیدۍ څخه هم مخ نه اړوي !!!

د ورځي خبره: پرون د کابل لویدیځ دشت برچې کې چاودنې او پرلپسي راکټي بریدونو د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د سیدالشهدا د اُناثولیسې ګڼ شمېر زده کونکې اومعلمې د معلومو استخبارتي بانډ او مغرضوکړیو له لوري هدف وګرځیدې اوشاوخوا سل تنه زمونږ ملکي وګړي یې په خپلو وینو کې ولمبول دا لومړی ځل نه […]

د ورځي خبره:

پرون د کابل لویدیځ دشت برچې کې چاودنې او پرلپسي راکټي بریدونو د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د سیدالشهدا د اُناثولیسې ګڼ شمېر زده کونکې اومعلمې د معلومو استخبارتي بانډ او مغرضوکړیو له لوري هدف وګرځیدې اوشاوخوا سل تنه زمونږ ملکي وګړي یې په خپلو وینو کې ولمبول
دا لومړی ځل نه ده چې د کابل ښار په حساسو نقطو کې چې ګام په ګام د کابل د مفسد او قاتل رژیم ترامنیتي پوښښ لاندې دي په خاص ډول تعلیمي مراکز تربرید لاندې نیول کیږي
د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړه چې دغه ورستی برید په کلکو ټکو غندي اودا جنایت یې د کابل د ظالم اوناترسه ادارې هغه ورستۍ حربه او سازمان شده شیطاني کړنه وبلــــــله چې هڅه کوي د سولې لاسته راغلی فرصت سبوتاژ کړي اوپه ځانګړي ډول د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ ترپوښتنې لاندې ونیسي اونړۍ ته وښیي که خارجي قواوې له افغانستان څخه ووزي؛ نو د دوي په خبره به افغانان له دغسې مرموزو پیښو اوترینګلوحالاتوسره مخ کیږي!!
وړمه ورځ د کابل ادارې مشر په خپله یوه بزدله وینا کې د کابل اونورو ښارونو په اصطلاح مدني فعالان، مطبوعات او سیاستوال وهڅول ترڅو داعتراضونو اوتحرکاتوپه ترڅ کې غرب او اروپایان د طالبانوپه مقابل کې یوځل بیا راوه پاروي چې هغوي د ښځو ازادۍ او حقوقو مساوات ته ژمن نه دي نو باید له هغوي سره د سولې په روان جریان له سره غور وشي.
د اشرف غني د غوڅرګندونوته په کتلو د کابل د پرونۍ ورځې د اُناثوپه لیسه چاودنه اومخامخ راکټي بریدونه له شک پرته د دې شیطاني برنامې د اثبات لوی او ژوندی دلیل وړاندې کوي چې کابل رژیم غواړي د سولې پروسه تخریب کړي اودنیا ته وښیي چې طالبان د ښځو له حقوقو او تعلیم سره ضد اومخالفت لري
له بل لوري د کابل د برچي لیسي د برید مسؤلیت که څه هم داعش په غاړه واخیست؛ خواس لکه د لمر روښانه اوبرملا ده چې داعش عملاً د کابل رژیم د ملي امنیت خاص جزتامونه اوملېشې دي چې تیرکال یې له ننګرهار او وړم کال له شمال څخه د اسلامي امارت د تصفیوي عملیاتو په مهال په ځانګړو چورلکو کې کابل ته یووړل ترڅو د دشت برچي په څېرغمونکي تراژیدي ورباندي تطبیق اومذهبي تفرقو ته لمن ووهي.