لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ …!!

د ورځي خبره:  په ۲۰۰۱ کال کې چې د اشغالګرو د جبر، وحشت، شور، زوږ او پرپاګند له له لاسه نه په ځمکه کې میږي حرکت کولای شوای او نه په هوا کې مرغه پر وهلی شوای، د امریکا پر مصنوعي زبرځواکۍ ایمان لرونکي ګوډاګیان بیا تر هغوی هم څو قدمه وړاندي ول؛ دوی سل […]

د ورځي خبره: 

په ۲۰۰۱ کال کې چې د اشغالګرو د جبر، وحشت، شور، زوږ او پرپاګند له له لاسه نه په ځمکه کې میږي حرکت کولای شوای او نه په هوا کې مرغه پر وهلی شوای، د امریکا پر مصنوعي زبرځواکۍ ایمان لرونکي ګوډاګیان بیا تر هغوی هم څو قدمه وړاندي ول؛ دوی سل سلنه باور درلود چې د امریکا په وړاندي مقاومت له غره سره سر جنګول دی.
مګر چاچې دا لاره خپله کړه، او د متجاوز، کافر په وړاندي یې مقاومت خپله ایماني فریضه وبلله؛ هغوی پوهیدل چې اصل ځواک امریکا نه بلکي الله دی، او دا د الله وعده ده چې «وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ…» دا ډله خلک که څه هم ناتوانه وو، د واک او ځواک له پلوه یې له مقابل دښمن سره ځان د مقایسې وړ نه باله، مګر د الله تعالی پر وعده یې سل سلنه ایمان درلود چې د حق د لارویانو مرسته به ضرور کوي.
هغوی په دې متیقین ول چې الله تعالی به د مسلمانانو د نیکپالۍ همدا امیدونه مړاوي کیدلو ته نه پریږدي، بلکي په غیرمترقبه، مبینو فتوحاتو او نصرتونو به یې ونازوي…« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ….الآیة» یوازي الله تعالی د خپلو مؤمنو بندګانو نصرت کوي.
همغه و چې د آزادۍ د لاري د سپیڅلو مجاهدينو د قربانیو په برکت نن افغان ولس پر یو داسي سټیج ولاړ دی چې د جهاد ستر عبادت او بې ساري قربانیو یې ښه رنګ راوړی.
اوس چې د فتوحاتو کومه غیرمترقبه لړۍ روانه ده، او په ډلو ډلو د صلیبي یرغلګرو روزل شوي ځوانان له جګړې لاس اخلي او د مجاهدینو غیږي ته ځان رسوي؛ دا د دې ثبوت دی چې د الله تعالی نصرت د امریکا او ناټو تر ځواک ډېر اوچت دی. الله تعالی خپله وعده ریښتیني کړه، که څوک عقل ولري.
جنګ ځپلی افغانستان ډېر ژر د آزادۍ له ستر نعمت څخه د برخمن کیدو په حال کې دی، او د یو سوکاله راتلونکي د زیری اوریدلو په تمه دی.
چې دا د الله تعالی یو عظیم نعمت دی او د نعمت تقاضا دا ده چې مسلمانان به د الله تعالی شکر اداء کوي. « لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ…» د شکر اداینه دا ده چې په راتلونکي کې د هیواد د جوړولو په تکل مجاهدین او ولس نور هم سره یو موټی شي، ترڅو په ګډه د یو مستحکم اسلامي نظام د بنسټ ایښودو لپاره کار وکړي.
برعکس دا به لویه ناشکري وي چې د قدرت غوښتني او خپلو نفسي خواهشاتو په طلب کې د دغه ستر نعمت ناقدري وشي، او د بیا لپاره دا ځوریدلی ولس د بهرنیو د یرغل او یا د کورنیو بدمرغیو ښکار وګرځول شي.

پای …………..!!

2021/6/9