له افغانستان څخه د جرمني ځواکونو وتل یو ښه اقدام دی !

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې تیره ورځ جرمني ځواکونه په بشپړ ډول زمونږ له هیواده ووتل. له افغانستان څخه د جرمني ځواکونو د مکمل وتلو خبره د دې هیواد د دفاع وزیرې (انا ګرېت کرمپ کرنباور) په خپل یوه ټویټري پیغام کې کړې ده. جرمني ځواکونه چې د ۲۰۰۲ […]

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې تیره ورځ جرمني ځواکونه په بشپړ ډول زمونږ له هیواده ووتل.

له افغانستان څخه د جرمني ځواکونو د مکمل وتلو خبره د دې هیواد د دفاع وزیرې (انا ګرېت کرمپ کرنباور) په خپل یوه ټویټري پیغام کې کړې ده.

جرمني ځواکونه چې د ۲۰۰۲ م کال په جنوري کې افغانستان ته د یوه نامشروع ماموریت په ترڅ کې راغلل دلته دافغان مجاهد ملت له کلک مقاومت سره مخ شول چې له امله يي د دوي په خپل اعتراف (۵۹) جرمني سرتیري وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

یادو ځواکونو په افغانستان په تیره قندوز ولایت کې پر نورو جنایتونو سربیره په ۲۰۰۹ م کال کې د دوو ټانکرونو د په نښه کولو په پیښه کې (۳۰) ولسي کسان مړه او په لس ګونو نور ټپیان کړل.

اوس چې نور جرمني له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه ایستلي دا یو ښه اقدام دی ؛ ځکه جرمني او افغانانو د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیله یو له بل سره ښې اړیکې لرلې او د هغو پر اساس جرمني په خپلو مرستو سره په المان کې د لسګونو زره افغان ماشومانو درملنه کړې چې دا یو نیک انساني تعامل او افغانان یې منندوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د جرمني ځواکونو وتل ستايي د خپل هیواد خپلواکي او استقلال د افغانانو اساسي حق بولي او په افغانستان کې د اشغال پایته رسیدل د افغانستان او ټولې سیمې لپاره ګټور ګڼي