نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په سلسله کې ایټالیا او جرمني هغه هیوادونه دي چې د تیرې سه شنبې په ورځ یې په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت ته د پای ټکي کیښود. د ایټالیا او جرمني ترڅنګ د ناټوتړون نورو اړونده هیوادونو لکه ناروي ، رومانیا، ډنمارک ایستونیا، نیدرلینډ، […]
له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په سلسله کې ایټالیا او جرمني هغه هیوادونه دي چې د تیرې سه شنبې په ورځ یې په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت ته د پای ټکي کیښود.
د ایټالیا او جرمني ترڅنګ د ناټوتړون نورو اړونده هیوادونو لکه ناروي ، رومانیا، ډنمارک ایستونیا، نیدرلینډ، هسپانیا سویډن، بلجیم ، پرتګال، فینلینډ ، البانیا، مقدونیا او جورجیا لا له وړاندې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ایستلي او نور یې د تل لپاره دلته خپل ماموریت پایته رسولی دی.
یادو هیوادونو هغه مهال چې کله د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیوبوش پرافغانستان د یرغل قومانده ورکړه په ډیرغرور پرافغانستان یرغل راووړ او دلته یې د امنیت اوسولې د ټینګښت په پلمه ډیر مظلوم افغانان ووژل، ژوبل یې کړل او د زندان تورو تمبو ته يي واچول.
افغان مسلمان ولس له خپل دین او هیواد څخه د برحقې دفاع په ترڅ کې د دغو بهرنیو یرغلګرو په وړاندې مقاومت وکړ او د الله په نصرت یې وکړای شول چې په خالي لاس خو د ایمان او عقیدې په زور د شل کلن مقاومت په ترڅ کې راغلي یرغلګر په ګونډو او له افغانستان څخه شاګرز ته اړکړي.
اوس مهال له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل د افغانانو او نړۍ ترمنځ یونوی باب پرانیزي.
تر اشغال وروسته افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه مهم غړي په حیث دیته اړتیا لري چې له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري.
هغه افغانستان چې د بهرنیو مداخلوله امله له تیرو څلورو لسیزو راهیسي د نا امني او بي ثباتي ښکار دی دلته د یوه مقتدر اسلامي حکومت تر واکمني وروسته پر نړۍ دا حق لري چې د هغه په بیارغونه کې سهم واخلي.
افغانان د هغې ورځې راتلو ته انتظار باسي چې هیواد یې په مکمل ډول له بهرني اشغاله خلاص او دوي وکړای شي په خپله اراده د خپل هیواد برخلیک وټاکي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.