فاتح ځواک، طالبان بدل شوي کنه…؟!

د ورځي خبره: نن سبا ځیني وګړي، ډېری وخت دا پوښتنه مطرح کوي، چې آیا طالبان له پخوا نه بدل شوي کنه؟ ظاهره خبره ده چې ممکنات همیشه د تغیر په حالت کې وي، یواځي الله تعالی دی چې له تغیره منزه دی. طالب ضرور تغیر کړی، البته هغه تغیر چې د طالب دښمن یې […]

د ورځي خبره:

نن سبا ځیني وګړي، ډېری وخت دا پوښتنه مطرح کوي، چې آیا طالبان له پخوا نه بدل شوي کنه؟ ظاهره خبره ده چې ممکنات همیشه د تغیر په حالت کې وي، یواځي الله تعالی دی چې له تغیره منزه دی.
طالب ضرور تغیر کړی، البته هغه تغیر چې د طالب دښمن یې توقع نه درلوده، د طالب دښمن دا نه غوښتل چې د جومات او مدرسې غریب طالب دې دومره اعداد او وړتیا ترلاسه کړي چې نن یې خلک بېلګه د فاتح ځواک په ویډیویي صحنو کې ویني.
څوک چې د طالب د تغیر په اړه پوښتني مطرح کوي؛ د هغوی هدف او تمه دا وي چې ګویا طالب به له خپلو دیني او ملي ارزښتونو تیر سوی وي، د نړۍ د زبرځواک د زور، زر، او پروپاګند په دام کې به را ایسار او د ماډرني دیکتاتوري ډیمکراسۍ د لاري لاروی به تري جوړ وي،
نه به خپل ارزښتونه پیژني، نه به د حریت او استقلال فکر ورسره وي، د پخوا په څیر به له پوځي وړتیا بې برخي وي، د یو ملیشه یې ځواک په څیر به د نورو غوندي د هر یرغلګر لپاره د کرایي مقدمة الجیش دنده انجاموي.
مګر په طالب کې تغیر بل ډول دی، د «وأعدوا لهم..» پر بنیاد، د فاتح ځواک غوندي ټول پوځي تمرینات، هغه څه دي چې طالب یې په ریښتیني مانا له پخوا نه بدل کړی.
طالب اوس یو فاتح ځواک دی، او دا هغه ستر تغیر دی چې د افغانستان د راتلونکي اسلامي پوځ لپاره یو ریښتیني ځواک تقریباً د برابریدو په حال کې دی.
د مخکنیو متجاوزینو له شکستونو څخه وروسته د آزادي غوښتونکو افغانانو نیمګړتیا دا وه چې استقلال به یې د سر په بیه ترلاسه کړ، خو د حفاظت لپاره به یې د پوځي ځواک او قوت د نه شتون له امله، د قربانیو نتیجه په اوبو لاهو شوه، ولي دا ځل به ان شاءالله دا تجربه نه تکراریږي.
پوځي ځواک د هیواد په کورنۍ نظم، امنیت، د نظام استحکام او د ارزښتنو په خوندیتوب کې د ملا د تیر حیثیت لري.
نړیوال زبرځواکونه، که څه هم نړۍ ته د امن، تفریح، لوبو، سیاحت، فلم، تعلیم او نورو غوړو شعارونو درس ورکوي، خو خپله یې سیالي او توجه فقط پر همدې را څرخي چې څنګه خپل پوځي ځواک پیاوړی کړي، څنګه نور مستضعف ملتونه وزبیښي، څنګه کمزوري هیوادونه مستعمره او څنګه پکي د ځان لپاره ګوډاګیان پیدا کړي، د پوځونو په نوم یې سمبال او بیا یې د خپلو خلکو په وړاندي وجنګوي؟
د اسلام ترټولو ستر پوځي صحابي، عمرو بن العاص رض مسلمانانو ته داسي توصیه کړې: (په دې پوه شئ چې ترقيامته پورې تاسو په رباط کې ياست، ځکه شاوخوا مو دښمنان زيات دي، د هغوی زړونه ستاسې خاورو ته هوسيږي ستاسې ځمکي د ښیګڼو، فصلونو، معادنو او برکتونو څخه پریمانه ډکي دي.)
فاتح ځواک د اسلامي امارت د تیاریدونکې اسلامي پوځ یوه په زړه پوري بیلګه وړاندي کړې چې دوست او دښمن دواړو ته جلا جلا پیغامونه لري.
امید دی چې د ګران هیواد د راتلونکي لپاره دا پوځ د دې زخمي ملت روحي او جسمي زخمونه ټکور کړای شي.

پای ……..!!

۲۰۲۱ / ۴ / ۲۹