رشید دوستم به د کابل رژیم له سقوطه وژغورلای شي … !!؟

  د شوروي ځواکونو تر ماتي وروسته د ډاکتر نجیب په مشرۍ د کمونستانو ګوډاګی رژیم تقریباً دری نیم کاله پر کابل مسلط پاتي شو ، په لومړي او دویم کال کي یې ښه غوري ووهلي چې ګویا له شوروي عسکرو پرته هم دوی د ځان دفاع کولای شي ، وروستی کال دې حالت ته […]

  د شوروي ځواکونو تر ماتي وروسته د ډاکتر نجیب په مشرۍ د کمونستانو ګوډاګی رژیم تقریباً دری نیم کاله پر کابل مسلط پاتي شو ، په لومړي او دویم کال کي یې ښه غوري ووهلي چې ګویا له شوروي عسکرو پرته هم دوی د ځان دفاع کولای شي ، وروستی کال دې حالت ته ورسیدل ، لکه همدا اوس چې د امریکایانو لاسپوڅي غبرګ سري اداره رسیدلي ده .

 یعنی کمونستان درېیم کال پرخپل فوځ او پولیسو بی باوره شول چې د مجاهدینو په وړاندي مقاومت نشی کولای ورځ تر بلي د زوال او شکست پرخوا روان دي ، نو پر کمونیستي رژیم هم چې بله چاره ودریده ؛ نو ټوپکمار رشید دوستم او د هغه ملیشو ته یی مخه کړه ، هغه مهال دوستمي ملیشې د افغان شورويانو په نوم یادیدلي . نجیب ګمان کاوه چې د افغان شوروي په نوم دغه وحشي ملیشې به کیدای شي د ده رژیم له سقوطه وژغوري ،  دوستم هم ځای ځای خپل وحشت څرګند کړ ، خو چې پوهـ شو ، څه نشی کولای ؛ مخ یی تري واړاوه  او تسلیم شو . کمونیستي رژیم را وپرزول شو ، او تیت و پرک شو .

 عین همدا لوبه نن د کابل ګوډاکي رژیم روانه کړي ده ، توپیر یې دا دی چې نجیب چونکه په درییم کال دا کار وکړ ، ولی اوسنۍ غبرګ سري اداره د خپلو بادارانو امریکایی پوځونو له نیمه وتلو سره سم په لومړی کال کې پرخپلو اربکیانو بي باوره شوه او جګنسالار دوستم ته چې تراوسه یی بشري مجرم ګاڼه ؛ مخه کړه . اوس یوازي دغه ګیلم جمي ملیشې د ځان د ساتلو وسیله بولي ځکه چې د نړۍ یرغلګرو ځواکونو خو هغوی فقط په نیم ژوانده ډول تراوسه پوري وساتل ، نور هغوی هم تري بیزاره شول چې دوی هرڅومره د پاتي کیدلو غوښتني تري وکړي ؛ هغوی نه ورسره پاتي کیږي نو دوی بله چاره نلري چې په بدنامو ، ماتي خوړلو ، ظالمو ، متعصبو او بی رحمه ګیلم جمي ملیشو باندي به خپل ځان ساتي.

  حکومتي چارواکی ، مدني فعالان ، میډیایی غلامان ، فیسبوکي چاپړوسان ټول چیغی وهی چې باید د دوستم ملا وتړو ، هغه یو پوځي طاقت دی ، د طالبانو مخه بل څوک نشی نیولای ،

  هغه ورځي د مشرانو جرګې مشر مسلمیار هم له دوستمه غوښتنه وکړه چې د ده ولایت ننګرهار ته ورشي ، د ده په خبره موږ هم حق لرو ، ګویا د مجاهدینو ترسخت ګذار لاندي یو .

  مخکي خو به ټولو دا خبري کولي چې دوی د نظام او ملي اردو په څنګ کې شخصي ملیشي نشي زغملای ، ولي اوس وایی : هرچه که باشه ، بیتي!

   زما په یاد دي په 2003 م میلادی کال کې دوستم اعلان وکړ چې ماته اجازه راکړئ چې شل زره کسیزه ملیشه جوړه کړم او نور طالبان ماته پریږدئ . پر دې خبره ټولو دومره بد وویل : چې ګویا ډېر غټ قانوني جرم یی وکړ ، د قانوني نظام ترڅنګ ملیشو ته څنګه اجازه ورکړو. ولی اوس یی هغه خبره بیخي له یاده ایستلي .

  په هرصورت اوس پوښتنه دا ده چې آیا د کمونست نجیب د نیمی لاري ملګری ، مجاهدینو ته تسلیم شوی ، او د طالبانو له لاسه ترکیې ته تښتیدلی ، ماتی خوړلی ګیلم جم رشید دوستم به د امریکایانو لاس پوڅي اداره د طالبانو له سخت ګذار څخه وژغورلای شي کنه ؟  په داسی حال کې چې دا درې میاشتي خو دوستم په فاریاب ، سرپل او نورو شمالي ولایتونو کي له طالبانو څخه درې اینچه زمکه هم نه ده نیولي ، برعکس طالبانو ډېري سیمي ځینی تصفیه کړي ، دا خو پریږده چې دوستم به په نورو ولایتونو کې هم عملیاتو ته زړه ښه کوي .

  زه فکر کوم چې ( اوبو اخیستی وای ځک ته هم لاس اچوي )  د کابل د امریکایي ادارې نور هرڅه مخ پر ځوړ روان دي . له وارخطایی څخه یې خپل ټول اصول او مقرارت ترپښو لاندی کړي ، حکومت یی د جانکیري په امر دوه سری کړ او په اصطلاح اردو یې په ملیشو بدل کړ . ترڅو بقا یی نصیب شي . ولی بیا یی هم انجام نجیب ته ورته ښکاري .  امید دی چې الله تعالی د دوی له ناپاک وجود څخه افغانستان دغسي خلاص کړي ؛ لکه څنګه چې یې د دوی له یرغلګرو بادارانو څخه وژغوره .     وماذلک علی الله بعزیز .   پای ………………..!!!      2015-09-17