د کابل ګډ رژیم له یرغلګرو سره پر امنیتي تړون ولي پښیمانه دی … !!؟

   د شمالي ټلوالي د پخواني چارواکي حاجی قدیر ننګرهاري  زوی ، ظاهر قدیر چې فی الحال د سهامي شرکت د پارلماني خوني لومړی مرستیال دی ؛ هغه ورځي وویل : که امریکایان او ناټو راسره مرسته ونکړي او د طالبانو د پرمختګونو مخه ونه نیسي ؛ نو موږ به پر لاسلیک کړي امنیتي تړون له […]

   د شمالي ټلوالي د پخواني چارواکي حاجی قدیر ننګرهاري  زوی ، ظاهر قدیر چې فی الحال د سهامي شرکت د پارلماني خوني لومړی مرستیال دی ؛ هغه ورځي وویل : که امریکایان او ناټو راسره مرسته ونکړي او د طالبانو د پرمختګونو مخه ونه نیسي ؛ نو موږ به پر لاسلیک کړي امنیتي تړون له سره غور وکړو .
   ده زیاته کړه چې امریکا او ناټو خو له موږ سره ډېري ژمني کړي وي چې د افغان دولت امنیت به دوی ساتي ، خو په دې یوه کال کې طالبان ورځ تربلي پرمختګ کوي ، ولسوالۍ یو په بل پسي د طالبانو په لاس سقوط کوي ، ولي امریکایان او ناټو ځواکونه یی مخه نه نیسي .
  د پارلیماني جرګګۍ دغه مرستیال مشر ومنله چې امنیتی ځواکونه یی خورا کمزوري شوي دي ، که امریکایان همداسي بې تفاوته پاتي شي ، نژدي ده چې طالبان ډېر ستر پرمختګونه وکړي.   
   په هرصورت ، ګوډاګیان لا تراوسه هم په دې پوهـ نشول چې د دوی باداران ولي له افغانستانه ووتل ؟
   آیا هغوی د مجاهدینو له لاسه شکست خوړلی ، او که یې نور دلته د پاتي کیدلو اړتیا نه وه ، ځکه چې یو قوي حکومت او تربیت شده پوځ یی پرځای پري ایښی ؟
  که یوار هغوی ماتي خوړلي وي او نور یې د دوامداره جګړې توان نه درلود ؛  نو بیا له هغوی سره د امنیتي تړون لاسلیک کول او یا فسخ کول به څه ګټه ولري ؛ ځکه چې هغوی خو هسي هم شکست خوړلی ، ماتي خوړلي به د دوی څه مرسته وکړای شي ؟
  او که یې دلته قوي اردو او غښتلی حکومت پری ایښی وي ، نو بیا ولي هغوی د خپل ځان دفاع په خپله نشي کولای ؟  
  حقیقت دا دی چې له بُن څخه د غربیانو په مټ راغلي ګوډاګیان او رټل شوي ټوپکسالاران باید په دې پوهـ شي چې ستاسو ماتي خوړلي باداران به هیڅکله تاسو د مسلمان افغان ملت له حسابه خلاص نکړای شی ، ستاسو ملي او تاریخي خیانت هیڅکله د بخښلو نه دی .
  کله چې د امنیتي تړون په نوم وطن فروشي تاسو ونه ژغورلای شوای نو د هغه فسخ کول او پر هغه باندي پښیماني هم تاسو ته هیڅ ګټه نشي رسولای ، تاسو ته پکار ده چې نور حقیقت درک کړئ ، او افغانان نور پریږدئ ، چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي . ګوډاګیتوب د بشریت په تاریخ کې یو ډېره بده پدیده ده .  
  تاسو چې په ۱۴ کاله کې د څو ډالرو په امید د ۴۴ کفري ځواکونو ګوډاګیتوب قبول کړ او پر هغوی مو خپل وطن او خاوره د تړون په نامه وپلورل ؛ خپل ننګ او ناموس مو سپک کړل ، ځانونه مو د یرغلګرو لپاره سپر کړل ؛ ، وطن ته مو د جګړو اورونه راوړل ؛ دا مو له افغانستان او افغانانو سره نه بخښوونکی خیانت کړی ، خپل ځانونه مو هم تباه کړل او افغانان مو هم د غم پر ټغر کښینول.  
   نو یوازي پر امنیتي تړون پښیماني تاسو ته ګټه نشي رسولای بلکي په ریښتیني توګه د خپل ملت په وړاندي په خپلو جرائمو پښیماني کولای شي تاسو وژغوري چې اوس لا هم وخت شته . وبس .
پای ……………………………………………….!!!
2015-09-22