د کابل ادارې تسلیم شوي افراد به محفوظ وي

له تیرې یونیمې میاشتې څخه را پدیخوا اسلامي امارت د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې تر ۶۵ زیاتې ولسوالۍ د کابل ادارې له ځواکونو څخه نیولې دي. پر دې ولسوالیو سربیره په لسګونو نور پوځي مراکز، د ملي اردو کنډکونه ، لواګانې او غونډونه هم د هغوی له ټولو افرادو او تجهیزاتو سره له  […]

له تیرې یونیمې میاشتې څخه را پدیخوا اسلامي امارت د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې تر ۶۵ زیاتې ولسوالۍ د کابل ادارې له ځواکونو څخه نیولې دي.

پر دې ولسوالیو سربیره په لسګونو نور پوځي مراکز، د ملي اردو کنډکونه ، لواګانې او غونډونه هم د هغوی له ټولو افرادو او تجهیزاتو سره له  اسلامي امارت سره یوځای شوي.

په دې ټولو ولسوالیو، پوځي مرکزونو،غونډونو او کنډکونو کې په زرګونو افراد، د ملي اردو عسکر، ملي پولیس اربکیان او نور دولتي منسوبین هم مجاهدینو ته تسلیم شوي او خپل ژوند یې ژغورلی دی.

په لنډ وخت کې د کابل ادارې د دومره لوړ شمیر افرادو تسلیمي ډیرلاملونه لري.

یو اصلي لامل یې دا دی چې یاده اداره له هرډول ولسي حمایت څخه بي برخې او صرف د بهرني حمایت په مټ پرولس تپل شوې وه.

نن چې بهرنیان له افغانستانه وزي د کابل تحت الحمایه ادارې واکمنې هم ورسره متلاشي او افراد یې ډلې ډلې د مجاهدینو غیږې ته پناه وروړي او هلته خپل ځان خوندي ګڼي.

مجاهدینو ته د کابل دارې د افرادو تسلیمي د هغوی د ژوند ژغورنې تر ټولو غوره وسیله ده.

ځکه هغوی که تسلیم نه شي د خوراک او څښاک د نه ور رسیدو له کبله هم د مرګ له خطر سره مخ دي.

په خواله رسنیو کې خپریدونکوویډیوګانو کې لیدل کیږي چې تسلیم شوي افراد له دې نه شکایت لري چې دوي ته په ورځو ورځو نه خواړه رسیدلي او نه هم پوځي مهمات.

لهذا د کابل ادارې د پاتې کسانو لپاره د خپل ژوند ژغورنې تر ټولو غوره وسیله د هغوی تسلیمي ده.

د اسلامي امارت مجاهدین د کابل اداري تسلیم شوي افراد خپل وروڼه بولي ، د اسلامي شریعت د ارشادتو په رڼآکې له هغوی سره ښه چلند کوي، له ځانه سره یې په اسارت کې نه ساتي؛ بلکې سمدستي یې خپلو کورونو ته لیږي او ځینو ته یې د خپل توان مطابق نوې جامې او د لارې خرڅه هم ورکوي.

لهذا کوم کسان چې لا هم د کابل ادارې په لیکو کې پاتې دي هغوی دې د خپل ژوند په ژغورلو سره ژرترژره د دښمن لیکي خوشي او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شي.

اسلامي امارت د دوی کوراو مجاهدین یې وروڼه دي، له ټولو سره به یې چلند دوروڼو په څیر وي او له هرډول ضرر څخه به محفوظ  وي.