د قانون تر نامه لاندې د بیان د آزادي ګواښل

د کابل ادارې د لویې څارنوالې سرپرست ذبیح الله کلیم تيره ورځ رسنیو ته په یوه ګواښونکي خطاب کې وویل: (( بر اساس قوانین افغانستان، نشر اکاذیب، شایعات، توطئه، اخبار غیر واقعی و جانب‌دارانه که به تمامیت ارضی، حاکمیت ملی دولت و منافع جمعی آسیب بزند، جرم پنداشته شده و با مرتکبان آن، برخورد قانونی […]

د کابل ادارې د لویې څارنوالې سرپرست ذبیح الله کلیم تيره ورځ رسنیو ته په یوه ګواښونکي خطاب کې وویل:
(( بر اساس قوانین افغانستان، نشر اکاذیب، شایعات، توطئه، اخبار غیر واقعی و جانب‌دارانه که به تمامیت ارضی، حاکمیت ملی دولت و منافع جمعی آسیب بزند، جرم پنداشته شده و با مرتکبان آن، برخورد قانونی خواهد شد))
د لوی څارنوال ترڅنګ د كابل ادارې د عدلیې، حجُ اوقاف او اطلاعات کلتور سرپرستانو هم د یوې رسمې غونډې په ترڅ کې هیواد میشتو رسنیو ته د هغوی د فعالیت د قانوني کولو تر عنوان لاندې اخطار ورکړ چې باید خپل رسنیز فعالیت د قانون مطابق عیار او له سرغړاوي څخه ځان وساتئ!.
یادو چارواکو د بیلګې په توګه له قانون څخه سرغړاوی دا کار وګاڼه “چې د یوې ولسوالۍ یا پوځي مرکز سقوط ترڅو چې د دولت د رسمي ویاندویانو لخوا تائید شوی نه وي د رسنیو لخوا د هغه د سقوط خبر د قانون خلاف عمل او سرغړوونکی به یې مجازات کیږي.
هغوی رسنیو ته دا فرمايش هم صادر کړ چې تر دې وروسته به د دوي د امنیتي ځواکونو د درناوي او هغوی ته د مورال ورکولو په غرض د هغو وژل شویو ته د شهید کلمه كاروئ.
هغه څه چې د کابل ادارې د عدلي، مذهبي او نشراتي چارواکو له دې غیر قانوني اقدام څخه څرګندیږي هغه دا چې دوئ د خپل شړیدلي نظام هغه یواځینۍ مشخصه ( د بیان آزادي) چې دوی به هروخت او په هرځای کې ورباندې ویاړ کاوه په خپله تر پښولاندې او د رسنیو د محدودیت لپاره یې هغوی ته د خپل اساسي قانون د ۳۴ مادې خلاف ګواښونکي فرمایشات صادرکړل.
د بیان د آزادي ګواښلو تر ټولو هیښوونکی خبر دا چې د کابل ادارې امنیتي چارواکو د هیواد یوې خپلواکې او مشهوري تلویزني شبکې (شمشاد) ته اخطار ورکړی چې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون له مشر مولوي امیرخان (متقي) سره هغه مرکه کومه چې د دوي لخوا ترسره شوې او اعلان یې هم نشرشوی و خپره نه کړي، که يي نشر کړي د امنیت ملي لخوا د هرډول چلند مسؤلیت به خپله د شمشاد ادارې ته راجع وي.
د کابل ادارې وارخطا چارواکي چې په پوځي ساحه کې یې د مجاهدینو په مقابل کې ښکاره ماتې خوړلې اوس غواړي د قانون ترنامه لاندې دغه ماتې د رسنیو د رسنیز فعالیت په محدودولو سره پټه کړي.
ځکه خپلواکې رسنۍ مجبوروي چې هغوي هم د دوي د دروغجنو ویاندویانو په څیر دروغ و وايي او لکه دوي چې د ولسوالیو په سقوط خاموش دي رسنۍ هم ورباندې داسې کاذبانه چوپتیاغوره کړي.
خو د خپلواکو رسنیو جرئتمند کارکوونکي باید خپل مسلکي رسالت ته په ژمنتیا سره هیڅکله د کابل ادارې قانون ضد فرمایشونه و نه مني او هيوادنۍ پیښې د واقعیتونو له مخې منعکسې کړي.
همدا د رسنیو د اساسي رسالت پوره کول او د هیواد لوړو ګټو ته واقعي ژمنتیا ده.