د غزې سیستماتیک تخریب او قتل عام

د ورځي خبره:  له تیرو څو ورځو راهیسې د فلسطین پر غزه د اسرائیلو لخوا درنې بمبارۍ روانې دي. فلسطیني ولس د کوچني اختر ورځې هم د بمبار او باروتو تر اور لاندې تېرې کړې. که څه هم  د اسرائیلو په لاس د فلسطیني مسلمانانو قتل او زجر یو ډيره پخوانۍ او تکراري موضوع ده، […]

د ورځي خبره: 

له تیرو څو ورځو راهیسې د فلسطین پر غزه د اسرائیلو لخوا درنې بمبارۍ روانې دي. فلسطیني ولس د کوچني اختر ورځې هم د بمبار او باروتو تر اور لاندې تېرې کړې. که څه هم  د اسرائیلو په لاس د فلسطیني مسلمانانو قتل او زجر یو ډيره پخوانۍ او تکراري موضوع ده، اما دا ځل اسرائیلي وحشت د هر کله په نسبت جدي او بې رحمه دی چې د غزې د د بشپړ تخریب ګواښ یې رامنځته کړی دی.
غزه د نړۍ په کچه یوه له ګڼ نفوسه سیمو ګڼل کیږي. د فلسطین له اشغال وروسته د دې هیواد زیاتره اصلي اوسیدونکي ( مسلمانان) په همدې ۳۶۰ مربع کیلومتره محدوده کې سره راټول شوي دي. د نفوس ګڼوالي غزه د لوړپوړو ودانیو او برجونو په ښار بدله کړې ده. خو اوس اسرائیلي پوځ منظمه هڅه پیل کړې، چې دغه مسکوني برجونه او د عامو خلکو د اوسیدو ځایونه ونړوي او بې کوره فلسطینیان یو ځل بیا بې سرپناه کړي.
د وروستیو معلوماتو له مخې اسرائیلي پوځ په هدفمندو بریدونو سره تر اوسه څه کم سل د عامو خلکو د اوسیدو ځایونه نړولي چې له دې جملې ۶ هغه دنګ برجونه دي چې هر یوه د لسګونو کورنیو د اسکان صلاحیت درلود. په دې سره لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي. د الجزیره ټيلویزیون د موندنو له مخې اسرائیلي پوځ د لوړپوړو سکونت ځایونو دنړولو لپاره د JBU-39 په نامه له هغو وزر لرونکو پرمختللیو توغندیو استفاده کوي چې د ځواکمنو پوځي تأسیساتو د تخریب لپاره جوړ شوي دي، خو دلته د عامو خلکو د کورونو د نړولو لپاره کاریږي.
له دې حقائقو معلومیږي چې اسرائیلي پوځ د غزې د منظم تخریب او فلسطیني ولس د قتل عام اراده کړې ده. تازه خبرونه وایي چې غزه د دوشنبې په سهار په نیم ساعت کې تر شپیته ځله زیاته بمبار شوې چې پراخ تخریب او ځاني مرګ ژوبله یې هم پیښه کړې ده.
د غزې د روان تخریب او قتل عام د مخنیوي لپاره تر اوس هیڅ عملي اقدام نه دی شوی. د ملګرو ملتونو سازمان، اسلامي کانفرانس او د سیمې او نړۍ هیوادونو تر اوسه د اور او وینو دې روان توپان ته یوازې په کاغذي اعلامیو سره غبرګون ښودلی. هغه کاغذي اعلامیې چې د اسرائیلو جابر حاکمیت یې شاید د لوستلو زحمت هم ونه ګالي.
د نړیوالو او اسلامي امت د سترګو په وړاندې د غزې برجونه رانړیږي. ماشومان، ښځې او ځوانان په خپلو کورونو کې وژل کیږي، حتی خیریه بنسټونه او د رسنیو ادارې هم محفوظې نه دي. هیڅوک دا پوښتنه نه راپورته کوي چې ولې دغه ظلم جریان لري؟ او غاصبو اسرائیلو ته د کوم قانون له مخې د دا ډول جنایاتو اجازه او معافیت ورکړل شوی دی.
د غزې فاجعه که د فلسطیني ولس لپاره د عزم او مقاومت امتحان دی، بل اړخ ته د درست بشریت لپاره د وجدان او بشري عاطفې آزمون هم دی. د دغه قتل عام په وړاندې د بشریت مرګوني چوپتیا ثابتوي چې اوسني بشریت تر کومه حده خپل اصالت بایللی دی. له دې روان ظلم څخه معلومیږي چې په اوسنۍ نړۍ د ځنګل قانون حاکم دی چې کمزوری د زورور لخوا باید وخوړل شي. دغه پراخه بې حسي ثابتوي چې د نړیوال قانون، د بشري حقوقو اعلامیې او د بشر پالنې چیغې ټول دروغ او یوازې د ژبې د سر لفاظي ده، چې هیڅ عملي جنبه نه لري.