د دوحې توافقنامه؛ سوله تضمینولای شي

د ورځې خبره: د یرغلګرو د عمومي قوماندان جنرال مېلر دا اعلان چې افغانستان کې یې د پاته پوځیانو د ایستلو او اډو تخلیه کولو کار پیل کړی، د ستاینې وړ دی.د یرغلګرو شتون د جنګ ستر سبب دی، موږ خوشبین یو چې د یرغلګرو له وتلو سره به جګړه ختمه شي او افغانان به […]

د ورځې خبره:

د یرغلګرو د عمومي قوماندان جنرال مېلر دا اعلان چې افغانستان کې یې د پاته پوځیانو د ایستلو او اډو تخلیه کولو کار پیل کړی، د ستاینې وړ دی.د یرغلګرو شتون د جنګ ستر سبب دی، موږ خوشبین یو چې د یرغلګرو له وتلو سره به جګړه ختمه شي او افغانان به په سوله کې ژوند وکړي.

د یرغلګرو له راتګ څخه وړاندې د افغانستان په یوه وړه برخه کې جنګ روان و او نژدې و چې هماغه جنګ هم ختم شي، خو پر ګران هیواد د امریکا له یرغل سره په ټول هیواد کې جګړه پیل شوه، حتی کابل هم د جګړې له ضرر او اور څخه خوندي نشو، په ولایتونو کې خو ولس ته هر اړخیز زیانونه ورسیدل او متاسفانه لا هم د امریکا د لاسپوڅي رژیم له خوا دامریکا په وسایلو او وسایطو دافغان ولس وژنه او کور ویجاړونه روانه ده!!

دروانې جګړې عمده لامل د یرغلګرو موجودیت او پوځي مداخله ده، که یرغلګر له افغانستانه ووځي او دلته نور پر جنګ پانګونه ونه کړي، بېله شکه به د جګړې ځای سوله نیسي او افغان ولس به د امن او استقلال په چاپیریال کې خپل ارام ژوند ته دوام ورکوي.

ځینې امریکایي چارواکي کله ناکله داسي بې مسؤلیته څرګندونې کوي چې په نړۍ کې ناسم تاثر پرېږدي او افغانستان کې د جګړې د جریان غمازي کوي. یرغلګر ځواکونه دې واقعیت ته ډیر باید ځیر شي چې افغانستان کې بهرني پوځونه او ګوډاګي حکومتونه پایښت نشي کولای، نو بناء امریکا نور باید خطاء نشي چې د بري په تمه افغانستان کې مستقیما پر جګړې نوره پانګونه وکړي او یا هغه ګوډاګیان اکمال کړي چې په نړیواله سطحه یې هم د افغانستان نوم بد کړ او هم یې امریکا ته شرم او پېغور پرېښود!!

د امریکا غوندي لوی هیواد او ځواک سره نه ښایې چې د متقابلو ملتونو او هیوادونو سره ترسره کړې ژمنې او توافقنامې ماتې کړې،ځکه یو خو همدا ډول کردار د امریکا حیثیت ته ستره ضربه ده او بل داچې امریکا مجبوره ده چې بیرته به د ماتو کړو تړونونو تجدید او عملي کیدو ته رجوع کوي.

اسلامي امارت له ګران هیواده د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو او اډو تخلیه کولو د اعلان هرکلی کوي او امریکا ته سپارښتنه کوي چې د دوحې د توافقنامې ټولې مادې عملي کړي او په ځانګړې توګه د ټاکل شوي مهال ویش سره سم خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.