د امریکا او ناټو د مزدورانو د سقوط شیبې ..!

د ورځي خبره: له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ډېر صراحت وویل چې د دوحې تړون یوازې له ټرمپ سره نه؛ بلکه د امریکا له دولت سره و، نور له افغانستان څخه د بشپړې انخلاء او کډې تړلو وخت دی. د جوبایډن له دې خبرې سره د ارګ ټول غلامان پرته له […]

د ورځي خبره:

له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ډېر صراحت وویل چې د دوحې تړون یوازې له ټرمپ سره نه؛ بلکه د امریکا له دولت سره و، نور له افغانستان څخه د بشپړې انخلاء او کډې تړلو وخت دی.
د جوبایډن له دې خبرې سره د ارګ ټول غلامان پرته له دې چې څوک یې وپوښتي، چې د بادار له وتلو وروسته به مو څه حال او برخلیک وي !؟ پخپله لګیا دي، ټول په یوه خوله وايي چې دوی له سقوط او ورکېدو سره مخ نه دي او د خپلې بقا کاذب ډاډ ورکوي.
د همدې لاپو او شاپو په لړ کې اشرف غني تېره ورځ یوې غونډې ته د خیالي استدلال په شکل کې وویل چې رژیم یې څلوېښت زره خاص کمانډويي سرتیري لري چې د خلکو په وژلو او د کورونو په ړنګولو کې خورا تجربه لري او هره ورځ په ټول هېواد کې تر پنځوسو پورې لوی عملیات سرته رسوي. د دوی په نظر د ارګ د رژیم ستنې او پایې لا تر اوسه نه دي لړزانده، بلکې کولی شي هاغه کمانډویي ځواکونه د اشرف غني، صالح او محب د جمهوریت څخه دفاع وکړي.
خو حقیقت دا دی چې د درواغجن سړي حافظه نه وي؛ همدا اشرف غني و چې موده وراندې يې يوه غربي ټلویزوني چينل سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي وو: زمونږ څلور لکه د امنیتي او دفاعي ځواکونو معاش، تېل او نور لوجستیکي مواد ټول امریکا ورکوي، تر دې چې مونږ د اردو په تشکیل کې لس نفره هم د امریکا له خوښۍ او موافقې پرته نه ټاکلی شو او نه یې لرې کولی شو. نوموړی زیاتوي؛ که امریکا د لنډې مودې لپاره په موږ تېل او معاش قطع کړي نو اردو مو له سقوط سره مخ ده او هر کله چې اردو سقوط شي، نو بیا نه ارګ پاتې کېدی شي او نه د ارګ په دسترخوان راټول شوي مفکرین او د هغوی مشاورین ……!
ښا چې د ارګ رژیم سرلاري پخپله خوله د امریکا له ډالرو او جنګي ماشین څخه پرته د خپل رژیم سقوط او نسکورېدل یقیني او حتمي بللي نو نن بیا په کومو سترګو خلکو ته مخ کیږي او وايي چې مونږ دومره (بې انګيزې) کمانډو ځواکونه لرو او کولی شو د امریکا له وتلو وروسته هم دلته د خپل تقلبي جمهوریت او شړیدلي ګوډاګي رژیم څخه دفاع او ساتنه وکړو ؟
د افغان ولس همدردي او ملاتړ خو هسې ورته معلوم دی چې د امریکا، ناټو او اروپا له ټول مالي، نظامي‎، سیاسي حضوري مرستو سربېره په دې ونه توانېدل چې د څلوېښت ملیونه افغانانو څخه یې یو ملیون رایې هم په شفاف ډول ترلاسه نکړې، د ارګ ټولو ډلو ټپلو په ټول هېواد کې نیم ملیون خواو شا رایې ترلاسه کړې، چې هغه هم په زرهاو تقلبونو او جعلکاریو سنبالې وې.
نو واضحه خبره ده چې ولسي ملاتړ یې له صفر سره ضرب دی، دوی د امریکا له وتلو وروسته دلته یوه ورځ هم پوره نشي تېرولی، د دوی قاتلې، اجرتي ملېشې او نور پوځي قطعات یې لکه د دوی په اصطلاح کمانډو، صفر یک، دو‎، سه وغیره یې د امریکايي ډالرو په قطع کېدو سره سم نور د یوې ورځې لپاره هم د دې توان او صلاحیت نلري چې هغوی د دغه مفسد، ظالم، خونخوار او څو نفري رژیم څخه دفاع وکړي او له سقوط څخه یې وژغوري.
ومن الله توفیق