دعاء، د مؤمن وسله او وسیله…!!

د ورځي خبره:  الله تعالی فرمايي: {…ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ… الآیة} تاسو دعاء غواړئ، زه یې قبلوم. الله تعالی موږ او تاسو مظلومو مسلمانانو ته د نورو اسبابو ترڅنګ ترټولو ښه وسیله د دعاء وسله هم راکړې چې په برکت يې ستر ستر مشکلات حل کيږي او هزيمت په نصرت بدليږي. خصوصاً د روژې په مبارکه […]

د ورځي خبره: 

الله تعالی فرمايي: {…ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ… الآیة} تاسو دعاء غواړئ، زه یې قبلوم.
الله تعالی موږ او تاسو مظلومو مسلمانانو ته د نورو اسبابو ترڅنګ ترټولو ښه وسیله د دعاء وسله هم راکړې چې په برکت يې ستر ستر مشکلات حل کيږي او هزيمت په نصرت بدليږي.
خصوصاً د روژې په مبارکه میاشت کې یې د قبلیدلو چانس تربل هر وخت زیات وي، او بیا د مظلوم دعاء چې هیڅکله یې الله تعالی نه ردوي.
صحابه کرامو رضي الله عنهم به ويل: موږ به روژې مبارکي ته مشخصې دعاوې ساتلې، چې ټوله مياشت به مو په تکرار سره کولي، قسم په الله د رمضان مياشت به تيره شوه، بل رمضان به لا نه و راغلی چې الله تعالی به زموږ ټولې هغه دعاوې قبولې کړې وې چې موږ به ورڅخه غوښتې وې.
همدراز په روژه کې کفارو ته، د دین دښمنانو او د هغوی ملاتړو ته ښیراوي کول؛ هم د اسلافو يو سنت دی، مشهور تابعي اعرج رحمه الله وايې: ما چې څومره صحابه کرام رضي الله عنهم او مشران تابعين ليدلي؛ هغوی به ټولو په رمضان شريف کې کفارو ته ښيراوې کولې.
په ځينې رواياتو کې راغلي چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې چې مسلمانان د بریا او قوت په حالت کې هم وو؛ فتوحات او انتصارات په اوج کې و خو بيا هم صحابه کرام رضي الله عنهم له دعاء او بد دعاء څخه غافل نه وو، زموږ مسلمان مجاهد ولس چې نن سبا د ډېر ضعف او امتحاني حالت په مرحله کې قرار لري؛ بايد هيڅکله په دې مبارکو شپو ورځو کې د خپلو اسلافو دغه سنت هير نکړي. روایت وایی، صحابه کرامو او تابعینو به کفارو او دین دښمنانو ته په لاندې کلماتو ښيراوې کولې:
اللَّهُمَّ قَاتِلِ الْكَفَرَةَ الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِكَ وَيُكَذِّبُونَ رُسُلَكَ، وَلَا يُؤْمِنُونَ بِوَعْدِكَ، وَخَالِفْ بَيْنَ كَلِمَتِهِمْ، وَأَلْقِ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ، وَأَلْقِ عَلَيْهِمْ رِجْزَكَ وَعَذَابَكَ، إِلَهَ الْحَقِّ.
یا الله! هغه کفار هلاک کړي چې ستا له لاري څخه مسلمانان منع کوي، د پیغمبر تکذیب کوي، ستا په وعده باور نلري، د دوی ترمنځ اختلاف واچوي، په زړونو کې یې وېره او رعب واچوي، ستا عذاب ورباندي مسلط کړي، یا الله !
بيا به يې درود شريف وايه او بيا به يې چې څومره وس وو مسلمانانو ته به يې د خير او نصرت دعاوې کولې.
اللَّهمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ، وَالْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ، وَأَصْلِحْ ذَاتَ بَيْنِهِمْ ، وَأَلِّفْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ، وَاجْعَلْ قُلُوبَهُمْ عَلَى قُلُوبِ أَخْيَارِهِمْ ، وَأَوْزِعْهُمْ أَنْ يَشْكُرُوا نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ ، وَإِنْ يُوفُوا بِعَهْدِكَ الَّذِي عَاهَدْتَهُمْ عَلَيْهِ ، وَانْصُرْهُمْ عَلَى عَدُوِّكَ وَعَدُوِّهِمْ ، إِلَهَ الْحَقِّ “.
یا الله مؤمنانو ته مغفرت وکړي، اصلاح یې وکړي، په زړونو کې یې مینه او محبت پیدا کړي، زړونه یې د دوی د غوره خلکو د زړونو په شان کړي، ستا د نعمتونو د شکر ایستلو توفیق ورکړي، له تا سره د کړي عهد پوره کولو توان ورکړي، پر دښمن یې بری ورپه برخه کړي،،، یا حق ربه!
دا چې نن سبا د روژې مبارکي شپې ورځي دي، د دعاء او عبادت ترټولو بهتریني شیبې دي، له بلي خوا زموږ او ستاسو ګران هيواد او مظلوم ولس له سختو حساسو شيبو او امتحاني پړاونو څخه د تیریدو په حال کې دی؛ غليمان لا هم مسلمانانو ته ګوته پرماشه ناست دي، متجاوزیرغلګر لا هم په توطيو او دسيسو اخته دي، د خپل شکست عقدې یې زړونه نور هم سخت کړي او غواړی چې له همدې بدیلو لارو، دسیسو، توطیو او سازشونو په مټ له افغان ولس څخه انتقام واخلي، د څو نورو لسيزو لپاره مو د جګړې په لمبو کې وسوځوي، نو په داسي یو حالت کې د مؤمن مجاهد لپاره ترټولو ښه وسله دعاء او بهترینه وسیله عاجزي ده، چې هیڅکله به مو الله تعالی نامراده پري نږدي ان شاءالله… وماذلک علی الله بعزیز… والی الله المشتکی وبه المستعان.

پای …….!

۲۰۲۱ / ۴ / ۲۰