دامریکا انخلا دکابل دپروژیي رژیم مورال له پښو غورځولی !!!

د ورځي خبره:  له کومې ورځې چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ پیل شوې، د هغو څیرو، سیاستوالو، څیړونکو درباري لیکوالو او ژورنالیستانو چې نیږدې شل کاله په امریکایي ډالرو او امتیازاتو ونڅیدل؛ دغه حالت سخت سربداله او زړونه یې ورته داغ داغ ګرځولي. دوی هیڅکله دا فکر او اټکل نه […]

د ورځي خبره: 

له کومې ورځې چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ پیل شوې، د هغو څیرو، سیاستوالو، څیړونکو درباري لیکوالو او ژورنالیستانو چې نیږدې شل کاله په امریکایي ډالرو او امتیازاتو ونڅیدل؛ دغه حالت سخت سربداله او زړونه یې ورته داغ داغ ګرځولي.

دوی هیڅکله دا فکر او اټکل نه و کړی چې بادار به یې دومره یو ناڅاپه او له کومې مخکینۍ ذهن سازۍ او امادګۍ پرته یک تنها‌ او څلورو دیوالونو ته پریږدي.

اوس چې دغه پریوتي او په امریکايي ډالرو کې غرقې پرکې څیرې چیرته خبرې او تبصرې کوي، نو دغه کلمات یې ارومرو او په کراتو مراتو له خولو او حنجرو راووځي، چې (روان حالات ډیر ځورونکي، غموونکي، پریشانوونکي، ازارونکي، حیرانوونکي اوله سوچ او اټکل څخه پورته دي).

د دوی په وینا له امریکایانو څخه خو پخوانی شوروي اتحاد هم ښه وو چې له خپل دست نشانده رژیم او استخدام شوو مامورینو ته خو‌ یې ترخپلې وسي وفادار پاتې شول، دشوروي اتحاد هیوادونو دروازي یې دهغوئ په مخ خلاصي پریښودې، وسلې، الوتکې، توپونه ، ټانګونه او د نیږدې پنځو کلونو جګړې لپاره یې مرمۍ اوجنګي تجهیزات درژیم په اختیارکې ورکړل، برعکس امریکایان خو په نورو ناځوانیو سربیره دخپلو خیمو ټوکرۍ داوسپنو اولرګیو تختې هم سمې سلامتې کابل رژیم ته نه پریږدي هغه هم یا څیروي او یا یې سوځي!!!

رښتیا هم امریکایانو خپل دغه معتاد شوي مزدوران او پروژيي نظام له سخت ډوبیدونکي حالت سره لاس اوګریوان پریښود حتی امریکا او اروپا تردې دمه دې کار ته هم نده چمتو چې دخپلو مهمو نوکرانو په پاسپورتونو ویزې ولګوي، هغه پریمانه اوبې حسابه ډالر به چې ورته راروان و، ددوئ له توره بخته ورځ په ورځ یې چینې ورباندې وچیږي.

له بل لوري هره ورځ پریمانه ولسوالۍ او مهم استراتيژيک بیزونه له کومې جګړې پرته د اسلامي امارت غیږې ته لویږي.
نو د کابل ادارې سیاسیون، پوځي او ملکي چارواکي چې هره لحظه د سقوط، زیان او د سیاسي، اقتصادي ترینګلتیاوو دا خبرونه او جریانات اوري او مشاهده کوي، بې له شکه به د لويدلي مورال اثر په ګډو وډو خبرو او اوتو بوتو کې تبارز کوي .

د تاسف او اسویلیو څخه ډک تعبیرات او جملې زمزمه کول، د کابل رژيم هيڅ درد ته دارو نه شي او نه به د رژيم مورال پورته کړای شي.
ښه داده چې عسکر او نور بيلابيل کارکونکي يې نور واقعيتونه درک کړي، د جګړې پر ځای د تفاهم او خبرو له لارې د خپلو مجاهدينو وروڼو سره یوځای شي، خپل ځان، کورنۍ او خپلوانوته نجات ورکړي.
د مجاهدينو غیږه ورته خلاصه ده او د وروڼو په څير به استقبال ترې کوي.