داقصی جومات  بې حرمتي اودامت خاموشي !!

  مسلمانانو ته  به  داقصی جومات ،اهمیت او ددرناوي   نور وجوهات اودلائیل بل څه وي  چې  اقصی جومات  دمسلمانانو ړومبي  قبله اوهم له همدغه  پاک مقام  څخه  معراج اواسمانو ته دحضرت محمدصلی الله  علیه وسلم دپورته کیدو متبرک ځای دي ، خو نن دمسلمانانو دنوموړي مقدس ځای باندي دیهودي اواسرائیلي غاصبینو یرغل ، تصرف   اوبربریت […]

 
مسلمانانو ته  به  داقصی جومات ،اهمیت او ددرناوي   نور وجوهات اودلائیل بل څه وي  چې  اقصی جومات  دمسلمانانو ړومبي  قبله اوهم له همدغه  پاک مقام  څخه  معراج اواسمانو ته دحضرت محمدصلی الله  علیه وسلم دپورته کیدو متبرک ځای دي ، خو نن دمسلمانانو دنوموړي مقدس ځای باندي دیهودي اواسرائیلي غاصبینو یرغل ، تصرف   اوبربریت  روان او مقابلي ته یې یواځي دفلسطین بې وزله مسلمانان ولاړ دي .
له تیرې یوې اونی راهیسي داقصی جومات کې یهودو دخپل عبري  اختر «پسح» په  پلمه  دفلسطیني مسلمانانو دځپلو لپاره پنځه زره اسرائیلي پوځیان په یرغل او جنایت لګیادي ، مسلمانان نه پریږدي چې داقصی جومات ته  داخل اویا هلته  عبادت  ترسره کړي  
خو دفلسطین  مجاهد اوفداکار ولس  په  تشو لاسو دغاصبینو په  مقابل کې  خپلې  سیني  سپرکړي اوڅومره یې  چې په  وس  پوره  او امکانات  ترمخ  لري  په هغو دمسلمانانو له  دغه مقدس  حرم  څخه  دفاع  کوي  او یهودو ته  څرګندوي  چې  ددې  مقام  اوځمکي  وارثین  یهود نه  بلکې  مسلمانان دي  .
په همدې ترڅ  کې  داقصی  جومات  داوقافو مسؤل رسنیو ته  ویلي  چې  اسرائیلي  پوځیانو له  تیرې  یوې اونی راهیسي   داشغالي  سیمو هغو یهودو ته چې  دفلسطین په   خاوره کې   ځمکي  او کورونه  ودان کړي موقع   ورکړي  چې  اقصی جومات  ته  داخل شي
داسرائیلو دغاصب رژیم په لاس دفلسطین له اشغال ورسته   په دغه مقدسه  ځمکه  کې  دمسلمانانو دسپیڅلو ځایونودتخریب   اوپه خاص ډول داقصی جومات   لاندي  د( سلیماني ) معبد دجوړولو هڅي  ، چې  اصلي  موخه  یې  دنوموړي  جومات  نړول  دي  په  تندی رواني ساتلي،  خوپه  مقابل کې  یې  امریکا اوغرب  نه  داچې  داسرائیلو ددغه  ستر روان  جنایت  مخنیوی  نه  کوي  ، بلکې  په  کلکه  یې  سیاسي  اومالي  مرسته  کوي  اوپه  عین حال   اسلامي  واکمن  اود عربي  هیوادونوشاهان  مجبوروي   چې  داسرائیلو ددغه  ظلم  اوبربریت  په  مقابل کې چپه  خوله  پاتي  شي  او داسې  دریځ  اختیار نکړ ي  چې  له  هغوسره  اسرائیلي  ناولي  عزایم  صدمه  وویني.  
دالجزیرې تلویزون  دراپور په اساس  اسرائیلي رژیم داقصی جومات  په تل کې  دسلیماني  معبد او لوی ښار دجوړولوچاري چې نیږدي  ۶ میلونه اسرائیلي  وګړي  به  هلته  استوګنه  کوي  له  ډیرمودي  راپه  دې  خوا شروع  کړي ، چې  داسرائیلي چارواکو په  اټکل  ممکن  تر۲۰۲۰ پوري دغه  ښار ګوټي  ودان   او تکمیل  کړل شي .
اسراېیلو دفلسطین  داشغال او داقصی  دمحاصري  په کلونو کې  ۲۹ ښارګوټي  جوړ کړي  چې ۴۰۰زره  یهود  هلته میشته   دي .   
اوس اسرائیلودنوموړو ښارګوټو میشتو یهودو ته  امر کړي چې  دعبري  اختر دلمانځلو په  پلمه  اقصی جومات  ته  داخل ، مسلمانان  له  عبادات  څخه  منع  اوهم  مسلمانانو ته  دخپلو شومو عزایمو نیت ورښکاره کړي .
داقصی  جومات  په  وړاندې  دیهودو ورستي  جنایت  او یرغل  په  داسې  حال  کې  روان  او جریان لري  چې  پرته  له  تش  لاسو اوبې  وسو فلسطینیانو څخه  په  ټول  اسلامي  امت  اوپه  خاص  ډول  داسلامي  اوعربي  هیوادونو دواکمنو په  ژبو او موقفونو دخاموشی خپسکه  لګیدلي  او لږ ترلږه  دیته  هم  ندي  تیار چې  له  اسراېیلو وغواړي  چې  روان  یرغل  او جنایت  نور متوقف  اومسلمانان  په  اقصی کې  پنځه  وخته  لمونځ کولو ته  پریږدي  
فکر کوو چې  دغه  روان  حالت  به  دیو نیم ملیارد مسلمانانو لپاره  دلويي اوڅرګندي  سواليي  نښه  او دپوښتني  ځای  وي  !!!/