جنګسالاران، او د ناکامي تجربې د تکرار هڅي…!!

په هیواد کې د روانو ګړندیو فتوحاتو بهیر او له مجاهدینو سره په ډله ایزه توګه د رژیم د عسکرو یوځای کیدو وښوده چې دا هیواد هیڅکله د اشغالګرو او د هغوی د میراثي بقایاوو لپاره پخپله غیږه کې ځای نلري. روانو حالاتو دا هم ثابته کړه چې په افغانستان کې د جګړې آساسي عامل […]

په هیواد کې د روانو ګړندیو فتوحاتو بهیر او له مجاهدینو سره په ډله ایزه توګه د رژیم د عسکرو یوځای کیدو وښوده چې دا هیواد هیڅکله د اشغالګرو او د هغوی د میراثي بقایاوو لپاره پخپله غیږه کې ځای نلري.
روانو حالاتو دا هم ثابته کړه چې په افغانستان کې د جګړې آساسي عامل بهرنی اشغال و. د اشغال داخلي اردلیانو چې د جګړې او افغان وژني لپاره کوم تنفس او انرژي اخیسته؛ هغه هم د اشغال له برکته وه.
د بیلګي په توګه ویلای شو، په ۲۰۱۸م کال کې چې د کندوز په دښت آرچي کې داخلي ګوډاګیانو د قرآنکریم د حافظانو مدرسه بمبار کړه، سلګونه تنکي ماشومان یې په بې رحمانه ډول قتل عام کړل او پړه یې هم پرته له کوم تردده پرغاړه واخیسته، ځکه چې ترشا یې د اشغال اکسیجن موجود و.
مګر وړمه ورځ چې یې د مجاهدینو او ولسی خلکو د تکبیرنارې واوریدلي؛ له ویرې یې ټوله سیمه د سترګو په رپ کې پریښودله، دا ځکه چې د خارجي بادارانو له هوایی ملاتړه مایوسه شول، که چیري اوس هم د هغوی له سپوټه نا امیده نه وای؛ ممکن بیا به یې هم د هیواد په هره برخه کې له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه وای ګرځولی.
مطلب دا چې د اشغالګرو او اشغال موجودیت په افغانستان کې د هري بدمرغۍ سرچینه وه، نن چې حالات په بل مخ اوښتي، په یوه میاشت کې نژدې سل ولسوالۍ یا خو پرته له جنګه او یا له معمولي ټک او ټوک وروسته د دښمن له ولکې وځي، په ډلو ډلو عسکر وسلې پرځمکه ږدي او مجاهدینو ته سلامي کیږي.
مانا یې دا ده چې په افغانستان کې جنګ د پردیو لخوا مسلط کړل شوې و، افغانان هیڅکله د خپل منځي او کورنیو جګړو تږي نه دي.
روانو حالاتو، بل دا هم څرګنده کړه چې د اشغالګرو د زور او زر په مټ رامنځ ته شوی رژیم، هم د افغان ولس د ارادې ممثل نه و، که څه هم انتخاباتي ډرامې، جمهوریت، ولسواکي، پلان او پلان … ډېری غوړ غوړ شعارونه زمزمه کیدل؛ مګر حقیقت اوس ښه برملا شو چې فقط یوه محدوده کړۍ غرب پلوه ټامیان او څو ایکسپایر جنګسالاران د واک پر ګدۍ د کروز او ډرون په مټ کښینول سوي وو، هیڅ ملي پشتیبانه یې نه درلوده.
همدارنګه هغه په میلیونونو ډالرو روزل شوی په اصطلاح پوځ هم د دې ولس لپاره نه، بلکي د یو اجرتي قاتل په بڼه، د کرایې ملیشه تیاره شوې وه، چې د اشغالګرو له وتلو سره هم مهاله د متلاشي کیدو پرخوا درومي.
نن چې یوځل بیا ځیني پخواني ناکام جنګسالاران د نوي مقاومت نغارې ډنګوي، د ملي بسیج د رامنځ ته کولو لاپي وهي، د نوي جنګي ځواک د تیارولو فیسبوکي آوازې خپروي؛ او په دې توګه د کورنۍ جګړې لپاره د لاري پرانیستلو کوششونه کوي؛ دا هم د پردیو له خوا د پرشا ټپولو پایله بریښي.
هغه څه چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په استاځیتوب هیڅکله د دې ډول ناکامو تجربو تکرار ته څوک نه پریږدي. که چیري بیا هم دوی له خپلي سرټمبګۍ را ونه ګرځي؛ د مزاحمت هڅه وکړي؛ بیا به هم د خدای په مرسته، د پخوا په څیر سرکوب شي، وبه ځپل شي، وبه شړل شي.
دغه جنګسالاران او څو غرب پلوه سیکولر ټامیان که څه هم د خپلو هغو جایدادونو، شتمنیو او محلونو چې د شل کلن اشغال په سیوري کې یې د ملت له خزانو لوټ کړي؛ د هغوی د حفاظت په لټه کې دي، خو د نوي مقاومت یعني کورنۍ جګړې پیلولو شعار د ملي بسیج له ادرسه ورکوي.
چې دا پخپله یوه دوکه ده، افغان، مسلمان ولس لیونی نه دی چې د څو ایکسپایر ټوپکمارو د شتمنیو د خوندیتوب په خاطر خپل ځان او خپل هیواد د کورنیو جګړو د سونګ توکي وګرځوي.

پای ………….!!
د ورځي خبره