افغان مجاهد ولس حقپال علماء او مفتیان پیژني!

د ورځي خبره: له هغه ورځې راهیسې چه امریکایانوله افغانستان څخه ددوحې د تړون په اساس دخپلو عسکرو د ایستلواعلان کړی، عملایې هم په وتو پیل کړى، د خپلو اجیرانو او جواسیسو هیڅ ډول عذر زاریو، چیغو او فریادونو ته یې اعتنا ونکړه. نو اوس یې د خپلې وروستۍ حربې په شکل کې مسخه شوو […]

د ورځي خبره:

له هغه ورځې راهیسې چه امریکایانوله افغانستان څخه ددوحې د تړون په اساس دخپلو عسکرو د ایستلواعلان کړی، عملایې هم په وتو پیل کړى، د خپلو اجیرانو او جواسیسو هیڅ ډول عذر زاریو، چیغو او فریادونو ته یې اعتنا ونکړه.

نو اوس یې د خپلې وروستۍ حربې په شکل کې مسخه شوو هغو څېروته چې د ملا اوعالم نوم  او عنوان ځانته کاروي دنده ورکړې ترڅود اذهانو د اخلال لپاره د ا تبلیغات وکړي چې امریکایان او خارجي قواوې خو په وتلو دي نو د کابل رژیم په مقابل کې جګړه هیڅ ډول مشروعیت نلري.

له دغوکرایه شوو او پلورل شوو څېروسره د افغان ولس د مشکلاتو او مرګ ژوبلو غم او درد  نشته بلکې د خپل قدرت، ډالرو، او اقتصادي مفسدو پروژو د ساتنې او خوندیتوب غم ورسره دی.

که داسې نه وي کله چه دوه لسیزې وړاندې امرېکا،ناټو یرغل وکړو او بش اعلان وکړو چې دا د صلیبي جنګ آغاز دی نو دغه وطن او اسلام پلورونکي خلک په کوم دلیل اومجوز د بش ترڅنګ ودرېدل ؟

آیا په هغه وخت کې دا مظلوم افغانان، د هیواد  استقلال، ملي ارزښتونه ستاسې مخته نه دریدل؟

دا چې د امریکا او ناټو په ګډون ۴۸ هیوادونو د یوه اشرله مخې افغانان له خپل اهل عیال او مقدساتو سره په فاسفورس بمونوکې سوځول دا د کابل رژیم د اوقافو او شئون اسلامي درباري علماء سوء اومفتیان چیرته ول؟

 هلته یې ولې په ملت او ولس ترحم نه راتللو او  د هیواد لوړې ګټي ورته مهمې نه وې؟.

نن چې امریکا ،ناټو وځي او تاسې یواځې پریږدي او که الله ته منظوره وه له نسکورېدو او الهي ګرفت سره مخ یئ  اوس درته هیواد، مقدسات اوملت درپه زړه شو.

باخبر! ملت او مجاهد ولس مو پیژني چې دکابل د مفسد او قاتل رژیم له مګروفون اوستیج څخه غږیدونکي څېرې څوک دي؟ د خارجي قواوو  وتلو ولې دومره سربداله او دجنون حد ته رسولي یاست؟

او افغان بادرکه ولس حقپال او په دین او ملت مین علماء، مشایخ، مفتیان ،پوهان او پاک زړي سیاستوال ښه پیژني اوحق له باطل څخه جلا کولای شي.

ځکه د ایساف، امریکا  او  ناټو سوونو  دغسې تش په نامه مفتیانو د حق د پټولو کوښښونه وکړل خو نتیجه یې صفر او د هغوى مزیده رسوایي په نصيب شوه.

ولله العزة ولرسوله وللمؤمنين