نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځي خبره : د ناټو سازمان غړو پرون د یوې غونډي په ترڅ کې یوځل بیا د افغانستان د شل کلن اشغال د دوام یو لوریزه مغرورانه پریکړه اعلان کړه، دوی وویل چې د کابل هوایي ډګر به د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم ترخپل واک لاندي وساتي او په دې توګه به په […]
د ورځي خبره :
د ناټو سازمان غړو پرون د یوې غونډي په ترڅ کې یوځل بیا د افغانستان د شل کلن اشغال د دوام یو لوریزه مغرورانه پریکړه اعلان کړه، دوی وویل چې د کابل هوایي ډګر به د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم ترخپل واک لاندي وساتي او په دې توګه به په اصطلاح له افغانستان سره بشري او دیپلوماتیکي اړیکي ولري. ترکیه چې د ناټو غړی هیواد دی؛ چمتو والی یې ښودلی چې د کابل د هوايي ډګر امنیت به دوی ساتي او په دې موخه به په افغانستان کې خپل عسکر پریږدي. دا چې له یوې خوا د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغلګر سازمان په دوحه کې د افغانستان د شل کلن ناروا اشغال د ختمولو توافقنامه لاسلیک کړې؛ او له بلي خوا بیا وخت په وخت دا ډول خودسرانه پریکړي اعلانوي، چې په څرګنده د افغان ولس د ارادې او خپلواکۍ ترپښو لاندي کول بلل کیږي. له افغانانو سره د دیپلوماتیکو او بشري اړیکو ساتلو لپاره د پوځي ځواک ساتل، او د افغانستان هوایي ډګرونه پخپل کنټرول کې لرل؛ غیرمنطقي او نا معقوله هڅه ده، چې افغان ولس ته په هیڅ صورت د منلو نه ده. دغه نړیوال سازمان که رښتیا له افغانانو سره د بشري او دیپلوماتیکو روابطو ساتل غواړي، نو بشری او دیپلوماتیکي لاري دې په کار راولي، نه دا چې پوځي ځواک دلته وساتي. ښایي ناټوسازمان، تر دې عنوان لاندي د خپلو سیمه ایزو رقیبانو سره د رقابت پاللو په خاطر افغانستان د سیالۍ ډګر ګرځول غواړي، هغه څه چې نه یې افغانستان تحمل لري او نه له دې کار سره دلچسپي. د افغانستان اسلامي امارت په ډېر صراحت سره په وار وار اشغالګرو ته واضحه کړې ده چې د افغانستان یوه لویشت خاوره هم د یوه بهرني پوځي لپاره د زغملو توان نلري. البته، افغانستان له نړۍ سره د دوه اړخیزو دیپلوماتیکو او بشري حسنه روابطو ترهرچا زیات لیواله او متعهد دی، خو د پردیو نظامي حضور که څه هم د یو عکسر په بڼه وي؛ په هیڅ صورت منلو ته تیار نه دی. د هر مقصد لپاره چې بهرنیان د پوځي ځواک د پاتي کیدلو کوشش وکړي، افغانان به یې د ویني په قیمت مقابله وکړي. د ترکیې په شان اسلامي هیواد دې هم د داسي ستري غلطۍ ارتکاب نه کوي، چې دا نه د ترکې او نه د افغان ولس د راتلونکي په خیر ده. مناسبه نه ده چې یو اسلامي هیواد د کفري یرغلګرو په استاځیتوب له یو بل مسلمان ورور هیواد سره د دښمنۍ لاره غوره کړي. د افغانستان اسلامي امارت عهد کړی چې نه به د افغانستان خاوره د بل چا پرضد کاریږي او نه به چا ته اجازه ورکوي چې زموږ په خاوره کې پوځي او اشغالګرانه حضور ولري او یا له نورو سره د افغانستان خاوره د سیالۍ ډګر وګرځوي.
پای …………..!!
۲۰۲۱ ۶ / ۱۵
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.