اسلامي امارت د خپل ولس او سیمې لپاره د امن او ثبات پیغام لري.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ په ترڅ کې بالاخره امریکايي ځواکونو د بګرام تر ټولو ستره پوځي اډه هم تخلیه کړه. له بګرام څخه د امریکايي ځواکونو وتل په افغانستان کې د امریکايي شل کلن نامشروع ماموریت د پایته رسیدو په معنی دی چې د افغانستان او سیمي د ثبات لپاره یوښه […]

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ په ترڅ کې بالاخره امریکايي ځواکونو د بګرام تر ټولو ستره پوځي اډه هم تخلیه کړه.

له بګرام څخه د امریکايي ځواکونو وتل په افغانستان کې د امریکايي شل کلن نامشروع ماموریت د پایته رسیدو په معنی دی چې د افغانستان او سیمي د ثبات لپاره یوښه زیری له ځان سره لري.

په افغانستان کې د بهرنیانو په تیره امریکایانو شتون په تیرو شلوکلونو کې ډیرې بدې پایلې لرلې دي.

اوس چې دا شتون د اسلامي امارت او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون له مخې نور پایته رسیدلی افغانان ترې د مثبت بدلون هیله لري.

د کابل اداري هغه ځواکونه چې د ملي اردو په چوکاټ کې د امریکايانو دزرګونو میلیون ډالرو په لګښت روزل شوی نن ډلې ډلې د اسلامي امارت له ځواکونو سره یوځي کیږي او له کابل ادارې څخه خوا بدلوي.

دا هم پر اسلامي امارت او د هغه پر مجاهدینو د ولس د ښه باورښکارندوینه کوي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې له بګرام هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو وتل سولې ته د رسیدو په لاره کې یو مثبت ګام بولي امریکايي چارواکي دیته رابولې چې د واقعیتونو په منلو سره نور د اسلامي امارت خلاف له پروپاګنډې څخه لاس واخلي.

اسلامي امارت ټول افغانان د یوه شریک کوروروڼه ګڼي او د هغوی د سر اومال خوندیتوب د ځان مسؤلیت بولي.

اسلامي امارت هم خپل ولس او هم د افغانستان ګاونډیانوته ډاډ ورکوي چې د مجاهدینو پرمختګ د ټولو لپاره د سولې ، امن او ثبات پیغام لري او هیڅوک باید تري هیڅ ډول اندیښنه ونه لري.