هلمند:مارجه کې د یوه ښوونځي د ترمیم چاري بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۱۷ نن شنبه د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د پوهني ریاست اړوند مارجې مرکزي لیسې ودانۍ چې د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ او LKRO مؤسسې په تخنیکي ملتیا یې د څه باندي دیارلس لکه افغانیو […]

هلمند:مارجه کې د یوه ښوونځي د ترمیم چاري بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو
الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۱۷

نن شنبه د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د پوهني ریاست اړوند مارجې مرکزي لیسې ودانۍ چې د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ او LKRO مؤسسې په تخنیکي ملتیا یې د څه باندي دیارلس لکه افغانیو په مصرف د ترمیم چاري ترسره سوي وې ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

دې پرانیست غونډه کې د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت، LKRO مؤسسې ولایتي مسئول انجنیر عبدالمنان دُراني، مارجې ولسوالۍ ولسوال، پوهني آمر، لیسې مدیر، سرښوونکو او ښوونکو ګډون درلود.

د مارجې ولسوالۍ مرکزي لیسه چې دوه ودانۍ لري د تېرو جګړو پر مهال یې ودانۍ تخریب سوي، اوس تازه یې یوه ودانۍ د یونیسف مؤسسې په مالي مرسته او LKRO مؤسسې په تخنیکي ملتیا د نیمبل ساختماني شرکت له لوري ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

د LKRO مؤسسې ولایتي مسئول انجنیر عبدالمنان دُراني باختر آژانس ته وویل: د دې ودانۍ د ترمیم چاري د ۱۳۱۳۰۰۰ افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په جریان کې بشپړ سوې چې د یونیسف په مالي او LKRO په تخنیکي مرسته د نیمبل ساختماني شرکت له لوري ترسره سوې.

نوموړي وویل: دې کې د دوولس اطاقونو چې څلور اداري او اته تدریسي دي د ترمیم، رنګمالۍ، نوي کړکیو او دروازو ایښودل شامل وه.

د مارجې ولسوالۍ پوهني آمر احسان الله د یادو مؤسسو او ساختماني شرکت له چارو خوښي وښوده او د ریاست څخه یې غوښتنه وکړل ترڅو دې ته ورته نوري ویجاړي سوي ودانۍ هم ترمیم کړي ترڅو ورسره د زده کوونکو ستونزي حل سي.

د یادوني وړ ده چې LKRO مؤسسې د مارجې ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم د ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړي او پلان لري چې دا شمېر کې زیاتوالی راولي